د کرزي او حقاني د خبرو موضوع اندېښنې را پارولي
۱۳۸۹ تیر ۸, سهشنبهد راپورونو د مخه د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر احمد شجاع پاشا او د هغه هيواد د پوځ مشر اشفق کياني د کرزي او سراج الدين حقاني تر منځ په خبرو کي حضور درلودی.
د حقاني شبکه چي د مولوی جلال الدين حقاني د زوی سراج الدين حقاني د خوا اداره کيږي د افغان دولت د ډيرو خطرناکو مخالفو ډلو څخه ده په دې وروستيو کي يې ډير مرگوني حملې تر سره کړي دي.
د راپورونو د مخه د پاکستان د پوځ مشر کياني او د هغه هيواد د استخبارتو رئيس شجاع پاشا تيره ورځ د افغانستان پاکستان او امريکا په مشترک کمېسيون کي د گډون دپاره کابل ته راغلي دي.
د ولسي جرگې يو شمېر غړي په دې نظر دي چي د پاکستان د استخباراتو د رئيس سره د جمهور رئيس ليدنه کتنه په دې مانا ده چي افغان دولت د پاکستان و غوښتونو ته غاړه ږدي.
په ولسي جرگه کي د کابل استازې شکريه بارکزۍ وايي چي، که جمهوررئيس کرزی غواړي چي په افغانستان کي د سولي د راتلو دپاره د پاکستاني پوځ څخه کار واخلي په دې لوبه کي به افغانستان بايلونکي يي.
د پاکستان د پوځ او استخباراتو د مشرانو سره د کرزي د خبرو اترو راپورونه تيره ورځ د جمهوررئيس کرزي وياند وحيد عمر رد کړه او ويې ويل چي ولسمشر د پاکستان د پوځ او استخباراتو د مشرانو سره نه دي کتلي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی. زيارمل