د کراچۍ په يوه هوټل کې اور لگیدنې ۱۱ تنه وژلي
۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبهد ورکړل شوو رپوټونو له مخې د دوشنبې په سهار وختي په کراچۍ ښار کې د رېجنټ پلازا هوټل، په پخلنځي کې د اورلگیدو پیښې ۱۱ تنه وژلي دي.
د ډاکټر سیمي جمیلي په وینا د بهرنیانو په شمول د ۶۵ تنو ټپي شوو کسانو درملنه په جناح روغتون کې کیږي.
د ندیم خان په نوم د پولیسو یوه تن چارواکي ویلي دی چې د پیښې اصلي علت روښانه نه دی، خو ښایي د برق د شارټۍ له کبله اورلگېدل وي. د پیښې په هکله څیړنې روانې دي.
په جناح روغتون کې ډاکټر سیمي جمالي، ویلي دي چې په ټپيانو کې بهرني اتباع هم شته. خو د اور پر ځای د لوگي له کبله د خلکو ساه بندیدل د ډیر شمیر کسانو د مرگ سبب گرځیدلې ده.
د ځايي تلویزونونو په انځورونو کې ښوول کیدل چې خلکو د کټونو له روی جای گانو څخه په استفاده سره د هوټل له کړکیو لاندې رادانگل. يوه ژغورل شوي کس ځایي تلویزون ته وویل چې د اور لگیدنې پر مهال خلک ویده ول. د هغه په خبره په هوټل کې د لوگي له کبله خلک په پورتنیو پوړونو کې بند پاته شول.
د ډان، په نوم ځايي انگلیسي ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د کراچۍ ښاروال وسیم اختر خبریالانو ته وویل چې هوټل د اور لگیدنې د وتو بیړنۍ لارې او د خطر زنگ نه درلود.
په وژل شوو کسانو کې څلور میرمنې دي. د رپوټونو له مخې د ښځو د کریکټ د یوې سیمه يیزې لوبډلې ځنې لوبغاړي هم ټپيان شوي دي. اور وژونکي عمله په دې توانیدلې ده چې تر درو ساعتونو وروسته اور تر کنترول لاندې راولي.
د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په پاکستان کې په سوداگریزو ودانیو لکه هوټلونو، د خرڅلا په سترو مارکيټونو او فابریکو کې د خوندیتوب د معیارونو او پروتوکول د نه مراعاتولو له کبله هر کال یو شمیر کسانو ته مرگ ژوبله اوړي.