د کراچۍ په يوه مدرسه کي ۴۵ لاس تړلي طالبان موندل سوي
۱۳۹۰ آذر ۲۲, سهشنبهپاکستاني امنيتي چارواکو دغه راز د پيښي په اړوند دوه ملايان هم نيولي دي. نيول شوو ملايانو دغه ۴۵ کسان د کراچۍ ښار په سهراب گوټ کي په«ذکريا مدرسه» کي ساتل.
د پوليسو په وينا د مدرسې مشر په تښته بريالی شوی دئ. د پاکستاني امنيتي چارواکو په خبره د موندل شوو کسانو په ډله کي لږ تر لږه ۱۸کسان يې تر۲۰ کالو لږعمرلري.
په پاکستان کي ځيني مدرسې په دې تورني دي، چي افغانستان ته افراطيان استوي. د پوليسو د يوه چارواکي په حواله نيول شوي ملايان ادعا کوي چي دوئ ځکه دغه طالبان په تاکاوۍ کي تړلي ول، چي هغوئ د مخدره توکو څخه کار اخيسته.
نيول شوي ملايان زياتوي چي دوئ غوښتل د بندي کسانو څخه ښه مسلمانان جوړ کړي او هغوئ دې ته اړ کړي چي مخدره توکي پريږدي.
پاکستاني چارواکي وايي چي پيښه به وڅېړي. يو پاکستانی چارواکی، شرف الدين ميمون، وايي چي د پيښي ټول جزييات به وڅېړي. د هغه په وينا له ياغيانو سره د نيول شوو کسانو د اړيکو د درلودلو امکان به هم وڅيړل شي.
د دغه پاکستاني چارواکي په وينا ورستۍ پيښي په پاکستاني ټولنه کي د بې رحمۍ شتون په ګوته کړ.
د پاکستان د دولتي ادارې په حواله اوس مهال په دغه هيواد کي لږ تر لږه ۱۵۱۴۸ مدرسې شتون لري. په دغو مدرسو کي تر دوه ميليونو ډير طالبان زده کړي کوي.
دا په داسي حال کي ده چي پاکستاني چارواکي باور لري چي په دغه هيواد کي په زرګونه، نه راجستر شوي مدرسې هم سته، چي پکښي ډير پاکستاني ځوانان په زده کړو بوخت دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل