1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کجکي پر بند دوهم توربين ولي نه ايښوول کيږي؟

۱۳۹۰ مرداد ۴, سه‌شنبه

د اوبو او بريښنا وزير محمد اسماعيل وايي، چي په کجکي ولسوالۍ کي د بريښنا د توليد د وهم توربين د ايښولو چاري د امنيتي ستونزو له کبله ځنډيدلي. خو وايي چي ډير ژر به د گرشک ولسوالۍ د بريښنا د فابريکې د ترميم کار پيل سي.

https://p.dw.com/p/123LF
د کجکي ولسوالۍ د اوبو بند او بريښنا د توليد فابريکه.
د کجکي ولسوالۍ د اوبو بند او بريښنا د توليد فابريکه.انځور: DW

دوه کاله د مخه داسي آوازه وه چي ډير ژر به د کجکي دوهم توربين فعاله او ټولي سيمي ته به بريښنا ورکړي.

په هغه وخت کي دوهم تربين د يو ستر پوځي کاروان په ملتيا د کجکي ولسوالۍ د اوبو بند ته ورسول سو. خو د ځينو نا معلومو دلايلو له مخه يې د ايښوولو کار وځنډيدی.

پنځه کاله وړاندي د امریکا د متحده ايالاتو پراختيايي ادارې د کجکي د بريښنا د توليد د زياتولي په خاطر د بريښنا وزارت ته يوسل او اتيا ميليونه امريکايي ډالره ورکړي وو خو تراوسه يې لا د کجکي د بريښنا پربند دوهم توربين نه دی ايښوول سوی.

اوس د افغانستان د اوبو او بريښنا وزير وايي چي په کجکي ولسوالۍ کي جراب امنيت ددې پروژې د ترسره کيدو مخه نيولې. په داسي حال کي چي يو توربين فعاله دی او هيڅ څوک يې د له منځه وړلو هڅي نه کوي.

وزير څو ورځي وړاندي په هلمند کي ويلي، چي ډير ژر به د گرشک ولسوالۍ د برښنا د فابريکې د ترميم کار پيل سي.

که څه هم چي د لښکرګاه بريښنا تر پخوا سمه سوې، خو د کجکي څخه لښکرګاه ته د بريښنا غځېدلي مزي هره ورځ شليږي، چي له امله يې په ساعتو پر ښار بريښنا بنديږي.

ويل کيږي چي د کجکي لښکرگاه او کجکي کندهار تر منځ مزي هره ورځ د دولت د مخالفيو له خوا ويشتل کيږي. خو کارپوهان په دې نظر دي چي دا مزي د دولت د مخالفينو له خوا نه، بلکي د ډير مصرف له کبله په خپله شليږي.

د هغوی په خبره دغه مزي هغه توان نه لري، چي استفاده ځني کيږي. دا په داسي حال کي ده چي ددغه شبکې د تريم دپاره د وړ مزو دپاره څو ځله مرستي سوي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل