1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کجکي د بريښنا بند بيا رغول کيږي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۷, سه‌شنبه

د کجکي بند د بريښنا د دريم توربين ايښولو چاري به ډير ژر پيل شي. سپيني ماڼۍ د دغه توربين د رغولو له پاره نزدې اتيا ميليونه ډالره منظور کړي دي. دغه پروژه د امنيتي دلايلو له کبله څو واري ځنډېدلې ده.

https://p.dw.com/p/18fKq
Die Bilder zeigen das 'KAJAKI' Kraftwerk in der Provinz Helmand, Afghanistan. *** Foto: DW/Ruhullah Elham, 03.11.2011
Afghanistan Kraftwerk Kajaki in der Provinz Helmandانځور: DW/R.Elham

د کجکي پر بند باندي د بريښنا د توليد له پاره د دريم توربين نصبولو پروژه له څو کلونو راهيسي شا و مخ ته کيږي. تر ډيره ځايه د دغي پروژې د نه پلي کېدو اصلي عامل امنيتي ستونزي بلل شوی دی.

په کابل کي د امریکا د پراختیايي ادارې (يو ايس اې آی ډي) د اقتصادي ودي او بنسټ جوړوني د برخي مشر چارلس في دريلنگ وايي، چي د کجکي بند د بريښنا د توليد له پاره سپيني ماڼۍ اتیا ميلیونه ډالره منظور کړي دي:

«موږ له افغان دولت سره یو توافق کړی دی، چې د دغي پروژې د پر مخ بیولو له پاره به پيسې ورکوو. اوس موږ په هغو کمپنيو پسي گرځو چي دغه کار پر مخ يوسي. اوس موږ له افغان بريښنا شرکت سره په گډه گورو چي له چا سره قراردادونه وکړو.»

د کجکي بند کارگر
د کجکي بند کارگرانځور: DW/R. Elham

د کجکي بند د دريم توربين د جوړلو چاري په لړمړي سر کې د «بلک اند واچ» امریکايي شرکت له خوا پيل شوې او دغه شرکت پتېيلې وه چي د ۲۶۶ ميلیونو امریکايي ډالرو په لګښت به د اتلسو میګاواټو بریښنا د تولید ظرفیت لرونکي توربین به نصب او فعال کړي، چي وروسته دغه چاري نيمگړي پاته شوې.

خو د کجکي بند يو مامور وايي چي د هغه نورو توربينونو پرزې ټولي زړې شوي دي او هغه هم ترمين ته اړتيا لري. ظبطو خان خبريالانو ته وويل:

«دا پرزې چې تاسو یي ویني دا ټولي پخوانۍ دي، نوي وسایل ورته نه دي راوړل شوي او دا هم د خرابیدو په حال کې دي.»
د کجکۍ بند د دریم توربین د جوړولو او نورو د ترميمولو له پاره چې ټول کندهار او هلمند ته ۵۰ میګاواټه بریښنا برابرولای شي څو کاله دمخه د لسونو ميلیونو ډالرو په ارزښت وسایل رانيول شول، خو تر اوسه يې لا چاري نيمگړي پاته دي.

ويل کيږي چي افغان ولسمشر حامد کرزي امريکا ته په خپل وروستي سفر کي له اوباما سره د ليدني کتني پرمهال په خپل هيواد کي د بنسټيزو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده او په ځانگړې توگه ئې د کجکي بند د رغولو او بريښنا د توليد توربين د ايښوولو غوښتنه کړې وه.

په کابل کي امریکايي چارواکو وړاندوینه کړې ده چې د افغانستان د برېښنا شرکت ته چې کله د کجکي مسئولیت وسپارل شو نو به تر۲۰۱۷کال پوري د کجکي د یوه مهم توربین د نصبولو او فعالولو چاري بشپړي کړي.