د کاپيسا د پېغلي قاتلين بايد ونيول سي
۱۳۹۱ آذر ۱۶, پنجشنبهد کاپیسا د چارواکو په خبره په کومه سیمه کې چې دغه پېغله وژل شوې ده هلته تر دې دمخه هم د زورپالو د فعالیتونو په اړه اندیښني موجودي وي.
په کابل کې د ښځو چارو مدافع سازمانونو، مدني بنسټونو، او دیني عالمانو د دغي نجلۍ وژنه یو لوی جنایت بللی دی او د عاملینو محاکمه يې غوښتې ده.
د ښځو چارو یوې مدافع نورزیې اتمر د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۶) په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ښځو پر وړاندي د تیري کوونکو نه محاکمه د دې لامل شوې، چې زورپالي او نوري ډلي هره ورځ ښځي وګواښي او ویې وژني.
د مېرمن اتمر په خبره، دغو کسانو ته باید په عام محضر کي سخته سزا ورکړل شي: «د ښځو پر وړاندي تیري کوونکي په خاصه توګه وژونکو ته باید سخته جزا ورکړل شي. هغوی باید د خلکو په مخکي محاکمه شي چي نور پند ځني واخلي.»
روان ۲۰۱۲ کال چې په خپلو وروستیو اوونیو کې دی د افغان مېرمنو سره د زورزياتي په برخه کي تر ټولو خطرناکه کال ښودل شوی دی.
د ښځو چارو وزارت او بشري حقونو سازمان د شمیرو له مخي سږ کال له ښځو سره د زورزياتي۲۰۰ پيښي له دوی سره ثبت شوي دي.
د ښځو چارو یوې بلي فعالي مېرمن شاه جهان بیا له نړیوالي ټولني وغوښتل، چي پر افغان حکومت باندي فشار ډير کړي، چې د ښځو د حقونو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
هغې په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کي وويل، چې که حکومت وغواړي هر څه کولای شي. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت هم د پيښي په اړه سخت غبرگون ښودلی دئ.
د وزارت مرستيالي نورزیي طارق وویل، چې حکوت ژمنه کړې ده چې هرو مرو به د دغه برید عاملین پیژني او د کاپیسا والي ورته ویلي دي چې څو تنه یې د قتل په تور نیولي دي.
هغې د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل، چي د رضا کارانو او خیریه روغتيايي مامورینو خونديتوب ته جدي پام وکړي.
په کاپیسا کې د روغیتا د برخي دغه رضا کاره په داسي حال کي وژل کیږي چې تر دي دمخه په کندوز کې یوه پېغله نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له خوا ووژل سوه. تر هغه دمخه دغه ډول پیښي په غزني، بادغیس او بغلان کې هم ثبت شوي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل