1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانگرس څخه د افغانستان دپاره د بودجې د زياتوالي غوښتنه

۱۳۸۸ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ پر کانگرس باندي غږ وکړ چې د روغتيا، پرمختيا او د ياغيانو پر ضدله مبارزې څخه د ملاتړ په موخه د 2011 م کال لپاره 3,8 تريليونه ډالره د فدرالي بودجې په توگه منظور کړي.

https://p.dw.com/p/LpDm
د امريکا کانگرس يا ولسي جرګه
د امريکا کانگرس يا ولسي جرګهانځور: AP

د اوباما اداره به د 2011 کال په ترڅ کې د غيرپوځي چارو په برخه کې د 58,5 مليارډو ډالرو غوښتنه هم کوي. له دغو پيسو څخه به تقريبا 39 مليارډه د مرستو د څو اړخيزو پروگرامونو د لارې او د مرستوندويه ادارو څخه د ملاتړ په برخه کې ولگيږي. سربېره پر دې به د نورو 4,46 مليارډو ډالرو غوښتنه کيږي. دغه پيسې به د امنيت او پرمختيايي چارو په برخه کې په افغانستان، پاکستان او عراق کې ولگول شي. د امريکې د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلينتن په وينا به د دغو هېوادونو دپاره برابره شوې پانگه 7,5 فيصده پسې لوړه شي. د نړيوالې روغتيا په ډگر کې به هم زياتې پيسې ولگول شي. د مثال په ډول د ايدز د ناروغتيا په برخه کې به تقريبا 9 فيصده زياتې پيسې برابريږي، په روان مالي کال کې له دا مهال 7,8 مليارډو ډالرو څخه تر 8,5 مليارډو ډالرو پورې په 2011 م کال کې. د پرمختيايي مرستو بودجه به هم لا لوړه شي، چې په دې لړ کې د کرنې، د کليو د پراختيا او د زده کړې پروگرامونه په نظر کې نيول شوي دي. دغه بودجه له 2,52 مليارډو ډالرو څخه درې مليارډو ډالرو ته پسې لوړيږي.

د جنگ د لومړۍ ليکې د هېوادونو دپاره 10,7 مليارډه ډالره برابريږي. دغه پيسې به د پرمختيايي چارو په برخه کې په افغانستان، پاکستان او عراق کې ولگول شي. امريکايي چارواکو وويل چې په دې ترڅ کې تقريبا 5 مليارډه ډالره د افغانستان، تقريبا 3,2 مليارډه ډالره د پاکستان او له 2,5 مليارډو ډالرو څخه زياتې پيسې د عراق دپاره په نظر کې نيول شوې دي. د امريکې د بهرنيو چارو وزارت پورې اړوند نفر، جېکوب لو خبريالانو ته وويل چې «پرمختيايي مرستې... په ستراتيژيک، اقتصادي او اخلاقي لحاظ پکار دي او د امريکې د گټو د پلي کولو او د نړيوالو شخړو په هوارولو کې داسې اهميت لري لکه دپلوماسي او دفاعي چارې.»

نوموړي زياته کړه چې «جگړې پورې اړوند لگښتونه»، چې د بهرنيو چارو وزارت او د متحدو آيالتونو د نړيولې پرمختيا اژانس يا USAID ته ورکول کيږي، د 2011 مالي کال د بودجې يوه برخه ده چې 52,8 مليارډو ډالرو ته رسيږي. مالي کال د عادي کال له پيل سره سمون نه لري او په اکتوبر کې حتی شروع کيږي.

د افغانستان، پاکستان او عراق لپاره په تعيين شوې بودجه کې 3,6 مليارډه ډالره يا 7,5 سلنې زياتوالی راغلی دی.

چارواکو همداراز وويل چې په 2010 کال کې د لومړۍ غوښتنې په پرتله د 2011 کال په بودجه کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

د پاکستان په برخه کې 3,158 مليارډه ډالره وغوښتل شول چې د 2010 کال په پرتله چې 1,5 مليارډه ډالره غوښتل شوي وو، اوس پانگه دوه برابره زياته شوې ده. په دغو اضافي پيسو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو روزنه او سمبالښت هم شامل دي. د متحدو آيالتونو د بهرنيو چارو د وزارت وياند فليپ کرولي وويل چې په دغه بودجه کې 106 مليونه ډالره د يمن دپاره هم په نظر کې نيول شوي دي، چيري چې القاعده يو خطر پېښوي. سربېره پر دې د يمن په جنوب کې يو بېلتون غوښتونکی غورځنگ شتون لري، په شمال کې شعيه گان پاڅون کوي او نوموړی هېواد له اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دی .

AFPE/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري