د کانونو وزارت د ۲۱۱ تړونونو متن خپور کړ
۱۳۹۱ مهر ۲۵, سهشنبه
دغه خبره د افغانستان د کانونو وزیر وحید الله شهراني، په روانه اونۍ کې اعلان کړه. دا په داسې حال کې ده چې د خپرو شوو تړونونو په ډله کې له چین سره د عینکو د مس په برخه تړون شامل نه دئ.
د افغانستان د کانونو وزارت ویلي دي چې دا تړون ئې له چین سره د هغې موافقې پر اساس نه دئ خپور کړی چې په کې دواړو هیوادونو هوډ کړی دئ چې د تړون جزئیات به پټ ساتي.
د افغانستان د کانونو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبره پاڼه کې ویلي دي: «د افغانستان د کانونو وزارت د تړونو په برخه کې شفافیت ته ژمن دئ.»
د افغانستان مدني ټولنې او د ادارې فساد ضد سازمانونو د کانونو د وزارت د دې اقدام هر کلی کړی دئ. اوس نو دغه سازمانونه کولای شي چې د کانونو د وزارت له انترنیتي پاڼې څخه د دغه وزارت له خوا شوي ۲۱۱ تړونونه تر لاسه کړي او په اړه ئې څیړنې وکړي.
خپاره شوي تړونه له ۲۰۰۲ کال راهیسې په بیلابیلو وختونو کې شوي دي. د افغانستان د کانونو د وزرات ویاند جواد عمر، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې په ځینو خپرو شوو تړونونو کې تخنیکي او قانوني ستونزې موجودې دي.
د دغه تړونونو په ډله کې يو هم د سمنتو په برخه کې شوی تړون دئ چې په ۲۰۰۸ کال کې د افغان دولت او یو شمیر پانگوالو تر منځ لاسلیک شوی وو. د دغو پانگوالو له ډلې څخه یو هم د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزی وو.
ښاغلي عمر وویل: «دغه تړون ډیرې ستونزې لرې. په ځانگړې توگه تخنیکي او قانوني ستونزې.» عمر په دې اړه نور جزئیان ور نه کړل.
په افغانستان کې د ادارې فساد ضد یوه سازمان چې IWA نومیږي د کانونو د وزارت د دې کار ستاینه کړې ده او ویلي ئې دي چې له دې سره افغانستان د تړونونو د شفافیت په لور یو قوي گام پورته کړ. دې سازمان په یوه بیانیه کې ویلي دي: «تیره اونۍ دې وزارت د امو سیند د نفتو بشپړ تړون او ۲۰۰ نور تړونونه په خپله انترنیتي پاڼه کې خپاره کړي دي.»
افغانستان چې د نړۍ له ډیرو غریبو هیوادونو څخه یو دئ، غواړي چې د خپلو طبیعي ځیرمو له کیندلو سره خپل اقتصاد پیاوړی کړي. د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي دي چې د افغانستان طبیعي ځیرمې شاوخوا یو تریلیون ډالر ارزښت لري خو په خپله افغانان بیا ادعا کوي چې د دغو ځیرمو ارزښت تر درې تریلیونه ډالرو پورې رسیږي.
افغانستان د کانونو په برخه کې خپل تر ټولو لوی تړون په ۲۰۰۷ کال کې له چین سره لاسلیک کړ چې له مخې ئې دغه هیواد د افغانستان د عینکو د مس د کان کیندنې چارې په خپل لاس کې واخیستې. خو چین په وروستیو کې د امنیتي ستونزو له کبله د دې کان کار درولی دئ.