1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانونو د استخراج په اړه د افغان حکومت هڅي

سيدرياض/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

افغانستان ژمنه کړې ده چې له بهرنیو پانگوالو سره به په گډه کار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته داسې تخنیکي نقشې ورکړې دي چې د طبعي زیرمو په استخراج کې مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/1BN9y
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال جنگي سرتیري د روان کال تر پایه له افغانستان څخه وتلو ته چمتووالی نیسي، د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیر ډاډ څرگند کړی دی چې حکومت به یې پانگوالو ته امنیت او قانوني زمینه برابره کړي.

د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیر محمد اکبر بارکزي، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د مارچ ۱۰) په واشنگټن کې ویلي دي: «زموږ د پرمختگ یوازینۍ لار زموږ اقتصاد دی...او دغه پرمختگ د کانونو، د معدني مواد او هایدرو کاربون له لاري کیدای شي. هغه لار چې موږ یې په اړه فکر کوو تر سره کیدای شي هغه په معاملاتو کې روڼوالی دی.»

د بارکزي د وینا له مخې دوی هر کال د کانونو د استخراج له لاري ۱۴۶ میلیونه ډالر عواید تر لاسه کوي او غواړي چې تر ۲۰۲۰م کاله پوري د دغو پيسو مقدار میلیاردونو ته ورسوي.

بارکزي تیره ورځ دغه څرگندوني په واشنگټن کې د افغانستان په سفارت کې هغه مهال وکړې چې د امریکا متحده ایالاتو د «جیولوجیکل سروې» یا ځمکي پیژندني په نوم ادارې په یو لړ مراسمو کې افغانستان ته د ترسره شوو سروي گانو نتایج ورسپارل. دغه معلومات افغانستان ته د۷۰ سلنه کانونو او معدنونو د زیرمو په اړه ستر معلومات وړاندي کوي.

دغه معلومات د (hyperspectral) د انځورونو پر مټ تر لاسه شوي دي. دا د نقشو د ترلاسه کولو له پاره یو ډول پرمختللی تخنیک دی.

د امریکا متحده ایالاتو د جیولوجیکل سروې د ادارې مشر سوزیت کیمبال، وویل چې د دغو معلوماتو په لرلو سره افغانستان د نړۍ لومړنی هیواد دی چې تر ټولو زیات د (hyperspectral) انځورونو په مرسته جوړي شوي نقشې لري.

د امریکا متحده ایالاتو ځمکه پیژندونکو په ۲۰۱۰م کال کې اټکل کړی وو چې افغانستان شاوخوا د ۱ تریلیون امریکایي ډالرو په ارزښت طبعي زیرمو خاوند دی. په دغو معدنونو کې د مسو، اوسپنې، او لیتیم زیرمي شاملي دي. لېتیم د برقي موټرو په بیتریو کې استعمالیدونکی مهم توکی دی. خو افغان چارواکي بیا اټکل کوي چې ښایي د طبعي زیرمو ارزښت يې تر اټکل شوي درې برابره زيات وي.

خو پانگونه تر هر څه زیات په زېربنایي بنسټونو پوري تړلې ده، چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا متحد ایالاتو په مشرۍ د طالبانو رژیم تر نسکوریدو وروسته پکښې په څرگند ډول ښه والی رامنځ ته شوی دی خو په دغه برخه کې اوس هم یو څه نیمگړتیاوې شته او بله ستونزه د امنیت ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی دی چي که چیرې افغان ولسمشر حامد کرزی له واشنگټن سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، نو د روان کال ترپايه پوري به له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي. دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي.

د سوداگرۍ او ثبات له پاره د پېنتاگون د کاري قوې په نامه ادارې مشر جوزف کاتالینو، وایي چې د شک او تردید سره سره، د پانگوالو لیوالتیا لیدل کیږي.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات د دغه جیولوجیکي تحقیق په سر کې ځای لري، چین په افغانستان کې لوی پانگه اچونکی هیواد بلل کیږي، چې په ۲۰۰۷مېلادي کال کې یې د مس عینک کان د استخراج تړون تر لاسه کړ.