1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کامرون د وروستۍ وينا په اړه د اروپايي ټولني غبرگونونه

۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/17Qme

د اروپايي ټولني غړو هیوادو د برتانيې د صدراعظم دیوید کامرون د هغه اعلان په مقابل کي سخت عکس العمل او نه تفاهم ښکاره کړی دی، چي غواړي په اروپايي ټولنه کښي د پاته کیدو پخاطر په خپل هیواد کښي ریفرندم تر سره کړي. د اروپايي ټولني د ځينو غړو هیوادو استازو ددې څخه خبرداری ورکړی دی، چي په ټولنه کښي د پاته کیدو په خاطر دې نور امتیازات پلاس راوړي. د جرمني خارجه وزير ګيدو ويستروېله ټينګار وکړ، چي حتمي نه ده چي هر څه د بروکسل له خوا وویل سي، خو دا ډول په خپل سر سیاست هم کار نه ورکوي. له بلي خوا آلماني اقتصادي اتحادیو تشویش ښکاره کړی دی، چي د اروپايي ټولني څخه د وتلو په صورت کښي به د جرمني له خوا په برتانيا کښي لږ پانگونه تر سره سي. صدراعظم کامرون د چهارشنبې په ورځ په خپله اساسي بیانیه کښي اعلان وکړ، چي په ۲۰۱۵کال کښي د بیرته انتخابیدو په صورت کښي به اول په اروپايي ټولنه کښي د خپل هیواد د پاته کیدو پخاطر معامله وکړي او تر ۲۰۱۷کال پوري به بیا ریفرندم تر سره کړي.