د کال غوره او باکيفيته موټرونه
د "جي دي پاور" په نوم د بازار د څېړنې موسسه هر کال د غوره موټرو په اړه رپوټ خپروي. سږ کال هم تر ټولو غوره او باکيفيته موټر اعلان شول چې انځورونه يې دلته ليدلی شئ.
په تېرو ۳۰ کلونو کې د «جي دي پاور» رپوټونه کال په کال خپاره شوي دي. سږ کال دغه موټر په انځور کې تر ټولو غوره او باکيفيته موټر وټاکل شو. هغه د کوريايي کيا شرکت له خوا جوړ شوی دی چې ويل کيږي تر ټولو لږې تخنيکي ستونزې يې د څېړنې پر مهال لرلې دي.
آلمانی پورشه شرکت په دغه سيالۍ کې دوهم ځای خپل کړی دی. د «جي دي پاور» موسسې معيار د تخنيکي ستونزو په اړه څېړنه او په کلني رپوټ کې د بېلابېلو موټرو د کيفيت په هکله معلومات ورکول دي.
هیوندای هغه کوريايي شرکت دی چې دريم ځای يې خپل کړی دی. د مشتري رضايت هم د موټر په کيفيت دلالت کوي.
ټویوټا، يو جاپانی موټر جوړونکی شرکت دی، چې د «جي دي پاور» په ليست کې يې څلورم ځای نيولی دی.
«بي ام ډبل يو» دوهم آلمانی شرکت دی چې د ۵ باکيفيته موټرو په کتار کې دريږي. مشتريان يې هم ډېر زيات خوښوي.
د امريکا په متحده آيالاتو کې د چمتو شوو موټرو له ډلې څخه شېورولېت غوره وبلل شو. هغه د «جي دي پاور» په فهرست کې شپږم ځای خپل کړی دی.
د بیوک په نوم امريکايي موټر اووم مقام خپل کړی دی.
جاپاني موټر جوړونکی شرکت لکسوس چې په ټويوټا پورې اړه لري، له بيوک سره يو ځای اووم مقام ګټلی دی.
امريکايي لینکلن موټر له جاپاني لکسوس سره يو ځای اووم مقام خپل کړی دی.
جاپاني نیسان شرکت د ۲۰۱۶ کال د « جي دي پاور» په سيالۍ کې لسم ځای نيولی دی. دا د کال لس باکيفيته موټر ول چې ځينې مقامونه يې مختلفو شرکتونو په ګډه هم نيولي دي.