د کال د پيل څخه په افغانستان کي ۱۳۲۵ ملکي وگړي وژل سوي دي
۱۳۸۹ مرداد ۱۷, یکشنبهاعلان
په افغانستان کي چاودنو او وسلوالو نښتو سږ کال د جنورۍ څخه بيا د جولای تر مياشتي پوري د ۱۳۲۵ ملکي وگړو ژوند اخستی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نن په کابل کي ويلي دي چي دغه شمېره د تير کال د ورته وخت په پرتله ۶٪ ډيروالی ښيي.
د کمېسيون کمېټې ويلي دي چي په روان کال کي ۶۸٪ ملکي وگړي د طالبانو او د هغوئ د پلويانو لخوا وژل سوي. ۲۳٪ د ناټو او افغان ځواکونو لخوا وژل سوی. د پاته ۹٪ په اړه څه نه دي ويل سوي.
د کمېسيون په خبره يوازي ۴۳۵ تنه ملکي وگړي د ياغيانو په بمي چاودنو کي د منځه تللي دي. د ۱۲۲ تنو ژوندځانمرگو بريدو ځني اخستی او ۱۹۷ تنه د مرميو هدف گرځېدلي ياپه خطا کي وشتل سوي دي.
ag/ زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅګزی