1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کالې د کمپ مهاجرو شونډي ګنډلي

۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبه

د کالې د «ځنګله» کمپ ځينو مهاجرو د پوليسو له خوا يې د سرپناو نړولو په احتجاج کې خپلي شونډي گنډلي دي. خو د فرانسې چارواکي نه غواړي په خپل دریځ کې بدلون راولي.

https://p.dw.com/p/1I5wK
انځور: Reuters/P. Rossignol

د فرانسې په شمال کې د پراته دغه کمپ په زور ړنګولو پر ضد د احتجاج په توګه ځينو مهاجرو په ګنډلو خولو احتجاج وکړ. دوی سره راټول شوي ول او په لاسو کې يې داسي لوحې وې پرې ليکل شوي ول «موږ انسانان یو» «ستاسي دیموکراسي چيري ده» او «زموږ آزادي چیري ده».

د بې سرحده ډاکترانو د مرستندونه ټولنې یوه کارکونکي په دې ترڅ کې وویل: «مهاجرو غوښتنه را څخه وکړه چې شونډي یې ور وګنډو خو واضح ده موږ دا خبره رد کړه. خو بیا دوی خپله ستنې تودې کړې او دغه کار یې وکړ.»

د دوشنبې په ورځ د ډېرو پولیسو په حضور کې د مهاجرو کیږدۍ ونړول شوې. په دغه کمپ کې دېره په زرونو مهاجر هڅه کوي د ریلونو، لاریو او یا کښتیو په وسیله بریتانيا ته ځانونه ورسوي.

پاریس له لندن څخه زیاتې پیسې غواړي

فرانسې د مهاجرو د بحران له کبله له بريتانيا څخه د زیاتو پیسو غوښتنه کوي. د پاریس یو دیپلومات د فرانسې ـ بریتانیې حکومتي سلا مشورو ته په کتو سره وویل: «موږ د اضافي مالي مرستو په تمو یو».

Frankreich Calais Räumung des Camps
انځور: Reuters/P. Rossignol

فرانسه د مهاجرو له پاره د نوو سرپناو د رامنځته کولو، د کالې پر بندر او د مانش کانال په ساحه کې امنیتي تدابیرو د پراخولو او د انساني قاچاقبرانو پر ضد مبارزې له پاره زیاتو پیسو ته اړتیا لري.

د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخي بريتانيا اوس د مهاجرو په برخه کي له فرانسې سره د ۲۰ ميليونو يورو اضافي مرستي اعلان کړی دئ.

د بریتانې حکومت لا د ۲۰۱۵م کال په اګست میاشت کې له فرانسې سره د اضافي مالي مرستي ژمنه کړې وه. لومړي وزیر دیود کامیرون په دې توګه غواړي بریتانيا ته د مهاجرو د ورتګ مخه ونیسي.

د دوشنبې په ورځ مهاجرو او فعالانو په کالې کمپ کي پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل چې په ځواب کې پولیسو پر دوی اوښکن ګاز وکاراوه. په دې ترڅ کې د مهاجرو له خوا درول شوو۲۰ خیمو ته اور واچول شو. د «ځنګل» کمپ تخلیه لا روانه ده خو د پولیسو په حواله د چهار شنبې په ورځ کومه ستره پیښه نه ده شوې.