1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کالای ځنگل کمپ د ختمولو کار جریان لري

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

د فرانسې په شمال کې په ډیر کړکیچنو شرایطو کې د کالای په سیمه کې د مهاجرو د کمپ خالي کولو کار جریان لري. خو د دغه کمپ ډیر شمیر مهاجر اوس هم بریتانیې ته د تلو خوب ویني.

https://p.dw.com/p/1I55J
انځور: Reuters/P. Rossignol

فرانسوي چارواکو د کالای ځنگل په نوم د مهاجرو د کمپ سویلي برخې د خالي کولو او د کډوالو د پنډغالو ویجاړولو کار نن د سه شنبې په ورځ هم جاري ساتلی وو. د فبروري میاشتې په ۲۹ د دغه کمپ د خالي او ړنگولو پر مهال د پولیسو او مظاهره کونکو تر منځ د شخړو رپوټونه ورکړل شوي ول.

د دغه کمپ مهاجرو له اوسپنیزو سیخانو او تیږو سره د بریتانیې پر لور روانو موټرو حملې وکړې. پاریدلو مهاجرینو ویل چې دوی د اوسیدو له پاره بهترو ځایونو ته انتقالیدل نه غواړي، ځکه له کالای کمپ څخه د دوی لیري کیدل به بریتانیې ته د دوی د ورتگ خوب لا پسې ستونزمن کړي.

دا خبره مهمه ده چې د فرانسې بندري ښار کالای د هغو په زرگونو مهاجرو له پاره مرکز جوړ شوی دی چې انگلستان یا بریتانیا ته د تلو هیله لري. دا موضوع د لندن او پاریس د حکومتونو تر منځ هم د یوې سیاسي شخړې شکل غوره کړی دی.

د فرانسې په کالای سیمه کې د کډوالو کمپ
د فرانسې په کالای سیمه کې د کډوالو کمپانځور: Reuters/P. Rossignol

د چارواکو په خبره په دغه بدنامه کمپ کې چې ځنگل یې بولي نږدې ۳۷۰۰ مهاجر ژوند کوي. د دغه کمپ د سویلي برخې له خرابولو سره له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ تنو پورې مهاجر زیانمن شوي دي.

د دې برعکس مرستندویه ادارې ادعا کوي چې د یوې وروستۍ څیړنې څخه ثابتیږي چې د کالای ځنگل کمپ یوازې په سویلي برخه کې شاوخوا ۳۵۰۰ مهاجر اوسیږي چې د هغو له جملې څخه ۳۰۰ یې ماشومان دي.

د اونۍ په پیل کې کله چې د دغه کمپ د ویجاړولو چارې پیل شوې، نو زیانمن شوو مهاجرو له پاره دغه کمپ ته په نږدې کانتینرونو کې چې د گرمیدو سیستم په کې موجود وو د اوسیدو ځایونه په پام کې نیول شوې ول.

پر دې سربیره زیانمن شوو مهاجرو ته د فرانسې په مختلفو سیمو کې د مهاجرو په مرکزونو کې د استوگنې وړاندیز هم شوی وو. خو د دې ټولو سربیره دغه مهاجر نه غواړي چې بریتانیا ته د تللو امید له لاسه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې همدا په روانه اونۍ کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د بریتانیې لومړی وزیر ډیوډ کیمرون سره وویني. د لندن چارواکو پر پاریس فشار اچولی دی چې فرانسه دی بریتانیا ته د غیرې قانوني مهاجرت مخه ونیسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب