1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کارګرو ماشومان برخلیک څه کیږي؟

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ تیر ۲۷, پنجشنبه

د کابل پر سړکونو باندي په سلهاوو داسې ماشومان ليدل کیږي چې د بې وزلۍ له کبله سوالگري کوي. پر دې سربیره ډیر ماشومان بيا په شاقه کارونو، لکه موټر پریولو او رستوراتونو کې په کار کولو او کسبه کاریو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/19AEQ
انځور: AFP/Getty Images

د کابل ښار په سینما پامیر واټ کې یو کوچنی د سړک غاړې ته ناست دی او په لوړ آزاو له خلکو څخه د مرستي غوښتنه کوي: «د خدای په نوم یو څو افغانۍ مرسته وکړئ.»

دغه ماشوم چي خولې باندي راماتي او ويښتان يې په خاورو ککړ دي متین نومیږي. هغه له سهاره تر ماښامه د دغه واټ د سړک پر څنډه ناست وي او له خلکو څخه د مرستي غوښتنه کوي. متین د ورځې په پای کې په ټولو شوو پيسو د خپلې کورنۍ له پاره یوازې څو ډوډۍ رانیولای شي.

هغه وایي چې د بې وزلۍ په سبب يې سوالگري ته مخه کړې ده: «بې وزله یم. ښوونځی ته نه شم تلای. پېسې نه لرم څه وکړم؟»

ډیر شمیر افغان ماشومان د یوې ډاډمنې راتلونکې د تضمینولو له پاره د کار بازار ته راغلي دي.
ډیر شمیر افغان ماشومان د یوې ډاډمنې راتلونکې د تضمینولو له پاره د کار بازار ته راغلي دي.انځور: DW/H. Sirat

د متین پلار ناروغه دی چې په درملنه یې ډیرې پیسي لگیږي. متین د خپل پلار د درملنې د پیسو پر برابولو سربیره د خپلې کورنۍ د لگښتونو د پوره کولو مسئولیت هم پرغاړه لري. متین وایي: «دلته گدايي کووم. پلار مې ژوندی دی خو د معدې ناروغي لري.»

د کار په تمه

ډیر شمیر افغان ماشومان بیا د یوې ډاډمنې راتلونکې د تضمینولو له پاره د کار بازار ته راغلي دي ترڅو یو کسب زده کړي او په راتلونکې کې ډوډۍ ته محتاج نه شي.

صمیم هم د دغو ماشومانو له ډلې څخه یو دی. هغه په یوه مستري خانه کي کار کوي او وایي چې د خپلې راتلونکې ته خوشبینه دی: «زه باید کار زده کړم. زما راتلونکې ته ضرر نه رسوي او راتلونکې ته مو فایده رسوي.» خو صمیم د کار له سختي څخه سر ټکوي او وایي د کاري وسایلو د حملولو توان نه لري.

صمیم ښوونځی ته د تلو او لوبو کولو له پاره وخت نه لري او ټوله ورځ په مستري خانه کې په کار بوخت وي. هغه په یوه اوونۍ کې یوازې سل افغانۍ گټي خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هغه هر ورځ نوي کارونه زده کوي.

ډیری افغان کارگر ماشومان هیله لري چې ښوونځي ته ولاړ شي. رحمان الله چې باید کار وکړي او د خپلې لس کسیزي کورنۍ مصارف پوره کړي، غواړي ښوونځي ته د تلو امکانات هم ولري خو هغه دغه کار نه شي کولای: «زه باید ښوونځی ته ولاړ شم خو دغه کار نه شم کولای. زه باید د کورنۍ مصرف پوره کړم. زموږ اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی.»

Skateistan Mazar-e Sharif
د سکیتستان پروژه یوه داسې هڅه ده چې په ترڅ کې کارگرو ماشومانو ته د لوبو زمینه برابریږي.انځور: Skateistan

دا په داسې حال کې ده چې روان پیژندونکې وايي چې په ډیرو مواردو کې کارگر ماشومان له یوې تیارې راتلونکې سره مخامخ کيږي. په کابل پوهنتون کې د روان پیژندني استاد ښاغلی رضواني وايي چې دغه ماشومان ځینې وخت د حقارت احساس کوي او له همدې کبله په تنکۍ ځوانۍ کې پر قهرجنو کسانو باندې بد لگيږي.

رضواني زیاتوي چې دغه ماشومان په ځینو مواردو کې د ټولنې په مقابل کي منفي نظر خپلوي:«کله چې یو ماشوم له ځانه له لویو ستونزو سره مخامخ شي، له هغه څخه ناوړه ګټه اخيستل کیدای شي. هغه ماته خواړلای شي او د ټولني په مقابل کي بد بینه کیدای شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب