د کابینې نویو۱۶ وزیرانو لوړه وکړه
۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سهشنبهد کابینې د نویو وزیرانو د لوړې مراسم د سه شنبې په ورځ د ارگ په ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني پر وړاندې تر سره شول. د ولسمشرۍ د دفتر د رپوټ له مخې په دغه مراسمو کې پر اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سربیره د ولسمشر دواړو مرستیالانو او د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال هم گډون درلود.
د ولسمشرۍ د دفتر د رپوټ له مخې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا، دلوړو زده کړو وزیرې ډاکټرې فرېده مومند، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني او د انرژۍ او اوبو وزیر انجنیر علي احمد عثماني لوړه وکړه.
رپوټ زیاتوي چې همداشان د ښاري او کور جوړولو چارو وزیر سید سعادت منصور نادري، د کار، ټولنیزو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې نسرین اوریاخیل، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري، د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر ډاکټر محمد الله بتاش، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي، د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ، د نشه یي توکو پرخلاف د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل هم د وفادارۍ لوړه وکړه.
په دې ترتیب د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو کابو اووه میاشتې وروسته د کابینې زیاتې څوکۍ ډکې شوي دي او حکومتي چارواکو ژمنه کړې ده چې ډیر ژر به د دفاع وزارت ته نوماند ولسي جرگې ته وروپیژندل شي.
د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو د توافقنامې پر اساس ولسمشر او اجرائیه رئیس په مشورې سره د کابینې وزیران معرفي کیږي، خو ویل کیږي چې د خپلمنځي اختلافاتو له کبله د کابینې معرفي کولو ډیر وخت ونیو.
له بل اړخه ډیر شمیر ادارې په شمول د ولایتي ادارو د سرپرستانو له لوري ادارې کیږي. خلک او د پارلمان استازي شکایت کوي چې د ولایتي چارواکو نه تعینیدو له کبله په حکومتي چارو کې بندش رامنځ ته کړی دی.