1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابينې لسو غړو کندهار ته سفر کړی دی

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه

د کندهار ولايت د دولتي او ولسي خلکو د بېلا بېلو ستونزو د اورېدو له پاره د کابينې يوشمېر غړي او لوړپوړي حکومتي چارواکو کندهار ولايت ته سفر کړی دئ.

https://p.dw.com/p/16ntI
انځور: DW

په دغه پلاوي کي، د كرهڼي او مالدارۍ وزير محمد آصف رحيمي، د روغتيا وزيره داكتره ثريا دليل، د ټولگټو وزير انجنېر نجيب الله اوژن، د لوړو زده كړو وزير ډاكتر پوهاند عبيدالله عبيد او د كليو د پراختيا، د نشه يي موادو پرضد د مبارزې، د ښووني او روزني او ښاري پراختيا وزارتونو پر مرستيالانو سربيره، په اقتصادي چاروکي د ولسمشرکرزي سلاكار وزير داكتر شام او په ولسي جرگه کي د کندهار د خلکو استازي هم شامل دي.

د کندهار دولتي چارواکي په دې اند دي، چي دغه ولايت له پامه غورځول سوی دی او هيڅ ډول وړانديزونو ته يې مثبت جواب نه دی ويل سوی.

د دغه ولايت والي توريالي ويسا له وزيرانو سره په ليدنه کتنه کي يووار بيا خپله گيله تکرار کړه او زياته يې کړه، چي هر وخت له مرکزه راغلي پلاوي ورسره وعدې کړي دي خو تراوسه پوري څه نه دي سوي.

ويسا وويل نه يوازي دغه ولايت ته د خپل جغرافيايي او تاريخي ارزښت له مخي ځانگړى امتياز نه دى ورکول سوى، بلکي پر ځاى يې د ميرې په سترگه ورته کتل سوي دي:

«د افغانستان په جغرافيايي نقشه کي ټول شامل ولايتونه او خلک افغانان، د غوښتنو او پراختيايي كارونو په اړه يو ډول غوښتني لري چي بايد له ټولو سره په دې برخه کي يو ډول سلوک وسي. خو په خواشينۍ سره چي په ځينو مواردو کي كندهار په ټوليزه توگه له پامه غورځول سوى دی او په ځينو برخو کي ورته ډېره لږ توجه سوې ده.»

کندهار والي زياته کړه: «دغه راز د دې ستونزو ترڅنگ يوه بله خبره، چي موږ ورسره لاس اوگرېوان يو، هغه داده، چي د کندهار له پاره انکشافي بودجه يوازي د کاغذ پرمخ د مرکز کابل له خوا منظورسوې لاکن تراوسه په عملي بڼه هيڅ هم نه دي سوي.»

د راغلي پلاوي ټول غړي په جوړه سوې غونډه کي د کندهار ښار او ډېرو ولسواليو د قومي مشرانو، مخورو سپين ږيرو او په ولايتي شورا کي د خلکو د استازو له غوښتنو او نيوکو سره مخامخ سول.

د غونډي برخوالو له راغلي پلاوي څخه وغوښتل چي د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته دي ډېره پاملرنه وکړي، د تړلو ښوونځيو په پرانيستلو، د کندهار پوهنتون له پاره د بورسونو په بشپړه ورکړه، د کليو او ښار په رښتيا پراختيا کي دي د دوى حق ورکول سي.

د راغلي پلاوي ټولو غړو له کندهاريانو سره ژمني وکړې، چي د ستونزو په حل کولو کي به يې ترخپل توان پوري هڅه کوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل