1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ښار څخه د نشه يانو ټولول پيل سول

۱۳۸۹ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزي، عامي روغتيا او کورنيو وچارو وزارتونه د دغو نشه يانو د راټولو دنده لري.

https://p.dw.com/p/QhYk
ويل کيږي په کابل کي سل زره کسان په نشوو روږد دي
ويل کيږي په کابل کي سل زره کسان په نشوو روږد ديانځور: GTZ

د دغه پروګرام لومړۍ پړاو د کابل لويديځ لوري ته د پل سوخته په سيمه کي پيل سو.

په دغه سيمه کي له څو کلونو راهيسي په نشه يي توکو اخته کسان را ټوليږي او شپي ورځي تيروي، خو د چارواکو لپاره چي پوليس هم ورسره ملګري وو د روږدو کسانو را ټولول هم څه اسانه خبره نه وه.

په لسګونو پوليسو د ورځي په لومړيو ساعاتو کي هغه پل کلابند کړ چي تري لاندي په لسګونو کسان په نشو بوخت ول.

د کابل ښار د څلورو عبوري دروازو د پوليس ځواک مشر سمنوال محمد سهراب وايي چي را ټول سوي نشيان به روغتيايي مرکزونو ته د درملني لپاره وسپاري.

«موږ چمتو يي چي د کابل له ټولو برخو په نشوو اخته کسان را ټول کړو.»

رپوټونه وايي چي د کابل ښار له کوڅو او واټونو د نشه يي کسانو د ټولولو دستور ولسمشر کرزي ورکړی دی.

افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ د کابيني په غونډه کي پر امنيتي او روغتيايي ارګانونو ږغ کړی چي په ښار کي په هيروينو د اخته کسانو د شمير د ډيريدو د مخ نيوي لپآره د هغوی را ټولول پيل کړي.

په کابل کي د روږدو کسانو د درملني د مرکزونو مشر ډاکټر عبدالله وردګ وايي، دوی د روږدو کسانو لپاره د درملني کافي مرکزونه پرانيستي دي او نيول سوي کسان به تر دوو مياشتو درملني وروسته بيرته خپلو کورنيو ته وسپاري.

په نشه روږد يو تن خپل ژوند ته چورت وړی دی
په نشه روږد يو تن خپل ژوند ته چورت وړی دیانځور: DW/Hoshang Hashimi

« له سلو يو سلو پنځوسو کسانو څخه دلته يوازي پينځلس تنه په خپله خوښه تداوۍ ته چمتو سوي او نور يې موږ سره نه ځي، خو هڅه کوو چي د امنيتي ارګانونو په مټ دوی په زور روغتيايي مرکزونو ولېږو.»

له ښار نه د روږدو کسانو د راټولولو دغه پروګرام چي په خپل ډول کي لومړی دی د ښاريانو له مثبت غبرګون سره مخ سوی دی.

د يادولو وړ ده چي د عامي روغتيا وزارت په وينا، تير کال يې ۱۵۰۰ تنه په نشه يي موادو اخته کسان تداوي کړي او تر درملني وروسته خپلو کورونو ته استول سوي دي.

کورنۍ جګړي او کډوالي هغه ستونزي ښودل کيږي چي په ملک کي په نشه يي توکو د اخته کسانو د شميري د زياتيدو لامل سوي.

د نړيوالو روغتيايي سازمانونو په رپوټ چي په ټول افغانستان کي به شاوخوا يو مليون تنه په نشه يي توکو اخته کسان شتون ولري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل