د کابل ښار څخه د نشه يانو د راټولولو کمپاين پيل سو
۱۳۹۰ مهر ۱۹, سهشنبهد حکومت په وينا، چي دغه نشه يان به تر توقيف وروسته ځانګړو روغتونونو ته وړل کيږي او تر۴۵ ورځنۍ درملني وروسته به ورته د کار زمينه هم برابره سي.
ويل کيږي، چي ياد نشه يان د ولسمشر کرزي د دستور سره سم د پل سوخته له سيمي را ټول کړای سوي دي.
دمګړۍ په ټول ملک کي په نشو د اخته کسانو د درملني لپاره پنځوس روغتونونه شتون لري چي يوازي اوه يي په پلازمېنه کابل کي دي.
د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې وزارت وياند قيوم ثامر وايي، دوی هڅه کوي، چي د ملک له ګوډ ګوډ څخه روږد کسان د درملني لپاره را ټول کړي، خو د امکاناتو او وسايلو نه شتون د دوی کارونه ځنډولي دي.
« پلان لرو چي شاوخوا ۱۵۰ تنه په نشو روږد کسان نن د پل سوخته لاندي را ټولوو، او خپلو درمل ځايونو ته يي وړو ترڅو وکړای سو، چي هغوي او ټولنه دواړه د هيروينو له شرڅخه وژغوري».
د پوډريانو د را ټولولو په دا ځلي عملياتو کي هغه څه چي ډير په زړه پوري وو هغه دا وو چي يوه نشه يي هم له حکومتي ځواکونو سره مقاومت و نه کړ.
هغوی د حکومت له دغه اقدام څخه چي دوی يي د درملني لپاره مرکزونو ته وړل هرکلي وکړ.
يو شمير په نشو اخته ځوانان چي په وينا يي په ګاونډي ايران کي په نشو روږد سوي وايي، له اوسني ژوند څخه ستومانه دي، او دا به ښه وي چي د ټولني د جوړو وګړو په څيرعادي ژوند ولري.
« دا کار زموږ خوښ دی، زه غواړم چي روغتون ته ولاړ سم، بستر سم تر څو زه سړی سم، خلک څنګه دي،موږ څنګه يو».
يو بل تن دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل: « يو مهال د ملي پوځ سرتيری وم ګڼ عسکر مي تر قوماندي لاندي ول، اوس په دغه غم اخته سوی يم، خوشحاله يم چي تردرملني لاندي مي ونيسي او جوړ سم».
په ورته وخت کي د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې وزارت د صحي مرکزونو د څانګي مشر نسيم الله وايي، چي دوی هر کال شاوخواه دوه سوه تنه روږد کسان تر درملني لاندي نيسي او وروسته يي د روغو انسانانو په څير بيرته ټولني ته وړاندي کوي:
« هغو کسانو ته چي په نشو روږد دي تر را ټولولو او په صحي مرکزونو کي تر بستري کولو وروسته، تعليمي پروګرامونه، د ټولنيزو خدمتونو پروګرامونه او همدا راز حرفي زده کړي ورکوو».
رسمي شميري ښيي چي دامهال شاوخوا يو مليون تنه په ملک کي په مخدره توکو روږدي دي. د مخدره توکو سره دمبارزي وزارت وايي چي دوی يوازي د يوې سلني نشه يانو د درملني وړتيا لري.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل