1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پوهنتونونه د لسو ورځو له پاره وتړل شول

۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبه

د کابل په پوهنتون کې تیره ورځ د اخ او ډب د رامنځ ته کیدو په پایله کې یو تن وژل شوی او یو شمیر نور ټپیان شوي دي. په عین حال کې د لوړو زده وکړو وزارت د کابل پوهنتونونه د لسو ورځو له پاره رخصت کړي دي.

https://p.dw.com/p/16pSb
انځور: DW

د ورکړل شوو رپوټونو په حواله د یو شمیر محصلینو تر منځ لانجه هغه وخت راپورته شوه کله چې شعیه مذهبه محصلینو غوښتل د پوهنتون لیلیې ته څېرمه جومات کې د عزادارۍ مراسم تر سره کړي.

د اسوشیتد پریس خبري آژانس د افغانستان دکورنیو چارو د وزارت د جنایي جرمونو د څانگې امر جنرال محمد ظاهر، له قوله ویلي دي چې په دغه نښته کې یو تن محصل وژل شوی او لږ تر لږه نور شپږ تنه ټپیان شوي دي. محمد ظاهر زیاته کړې ده چې د پیښې د څرنگوالي په اړه لا هم پلټنې روانې دي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي یو تن محصل علي عرفان، دویچه ویله ته نن «یکشنبه د نومبر د میاشتې ۲۵مه» وویل چې د پوهنتون دروازې د محصلینو پر وړاندې تړل شوي دي او امنیتي ځواکونه د محصلینو د لیلیې په خالي کولو بوخت دي.

تر دغه پیښې وروسته د کابل ښار پولیس د محصلینو لیلیې ته ورننوتي او ټول محصلین یې له لیلیې څخه راایستلي دي. د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت رئیس او د ولسي جرگې یو شمیر استازي هم د نوموړې شخړې د حلولو له پاره پوهنتون ته ورغلي وو.

په عین وخت کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی دی چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د کابل پوهنتونونه رخصت وي. د لوړو زده کړو د وزارت ویاند عبدالعظیم نوربخش، ویلي دي چې په پوهنتون کې د رامنځ ته شوې شخړې له امله پوهنتونونه رخصت کړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې محصلین د سمستر د پای د ازموینو د چمتو والي له پاره په زده کړو بوخت ول.

حسین سیرت/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی