1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پوليسو په دغه ښار کي بهرنيانو ته څه لارښوونه کړې؟

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ خرداد ۲۸, جمعه

په کابل کې پولیسو هغو بهرنيانو ته چې تر خوندي سيمو دباندي ژوند کوي، ویلي دی چې یا خو له ځان سره ساتونکي وګرځوي او یا دي له خپلو کورونو نه راوزي.

https://p.dw.com/p/1J8qk
انځور: Reuters/M. Ismail

د کابل د جنایي جرمنو د څېړنې څانګې مشر فریدون عبیدي، ویلي دي چې دغه پریکړه د اوسیدونکو د امنیت ساتلو له پاره شوې ده.

هغه رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «ټول بهرنیان او د هغوی د دفترونه په افغانستان کې ترهګریز اهداف دي. برمته نیونې او نور جنیایي جرمونه ډیر جدي دي.»

دغه افغان امنیتي چارواکي زیاته کړې ده: «د دې کارونو مخه به یوازي په هغه صورت کې ونیول شي چې له [دغو بهرنيانو] سره د تګ راتګ پر مهال ساتونکي ملگري وي.»

د عبیدي دفتر د بهرنیانو په منځ کې یو سند هم خپور کړی دی چې پکښې هغوی ته د اړتیا په صورت کې د وسله والو ساتونکو د ګومارلو په ګډون د نورو امنیتي تدابیرو د نیولو سپارښنه شوې ده.

خو د ملي امنیت چارواکو د پولیسو له دغو هڅو څخه ځکه واټن نیولی دی چې گويا دغه تدابیر د ګواښونو مخه نه شي نیولای.

تیره اوونۍ په کابل کې میشتو ځینو بهرنیانو ویلي دي چې موټر یې د پولیسو او ملي امنیت کارکوونکو له خوا درول شوي، د پولیسو دفترونو ته بیول شوي، ورڅخه پوښتنې شوې، انځورونه او ویدیوګانې یې اخیستل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې وزارت يې په دغه پریکړه او دغه شان تکتیکونو کي ښکیل نه وو. هغه ټینګار کړی دی چې د کورنیو چارو وزارت به د کابل له پولیسو سره کار وکړي چې خپل تدابیر بدل کړي.

تر څو کلونو مخکې پورې د افغانستان جګړه تر ډیره حده پورې لیرو پرتو سیمو ته محدوده وه. که څه کابل ته یو څه ګواښونه متوجه وو خو بیا هم ډیر مرستندویه کارکوونکي او خبریالان د کابل په ښار کې اوسیدل، رستورانتونو او د سپورت کلبونو ته یې تګ راتګ کاوه.

خو له ۲۰۱۴م کال راهیسې، کله چې ناټو خپل ټول جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وایستل، نو ډېر بهرنیان هم د کابل هغو سیمو ته وکوچیدل چې امنیت یې ټينگ دی.

د جون میاشتې پر نهمه نیټه د کابل په زړه کي د ۴۰ هندۍ کلنې جودیت دیسوزا، تر برمته کیدو وروسته، افغان پولیسو د بهرنیانو د ساتلو له پاره نوي تدابیر په پام کې نیولي دي او په دې ترتیب سره یې پر بهرنیانو باندې هم فشارونه ډیر کړي دي چې د تګ راتګ پر مهال شدید امنیتي تدابیر ونیسي.

په ځینو مواردو کې باید د پولیسو کړنو د هغو بهرنيانو غوسه راپارولي ده چې په افغانستان کې له مرستیدویه سازمانو سره کار کوي. سریلانکايي نایالا ویکروماسوریا، ویلي دي: «دا لکه د ملنډې په شان یوه خبره ده چې موږ ته ویل کیږي چې پرته له وسله والو ساتونکو سفر نه شو کولای.»

دغې بهرنۍ کارکوونکې ویلي دي چې پولیسو د هغې موټر درولی او کله چې هغه د ورځې په جریان کې د خپل ملګري له کوره ووته نو پولېسو هغې ته خپل کور ته د تلو اجازه نه ورکوله.

په کابل کې میشته آزاده خبریاله کورتنې بادي، وایي چې تیره اوونۍ نهو افغان پولیسو د دوو ساعتونو له پاره وساتله او ورڅخه یې پوښتنې وکړي.

خو په وروستیو وختونو کې په کابل کې د بهرنیانو د برمته کولو پیښې هم ډیري شوي دي. ځيني کسان بیا لږ وروسته آزادیږي او پولیس وایي چې په قوي احتمال کیدای شي د برمته نیونو تر شا د پیسو د ترلاسه کولو هدف.

دا یوازې بهرنیان نه دي چې د برمته نیونې له ګواښ سره مخامخ دي، ډیر بډایه افغانان هم له عین ګواښ سره لاس او ګریوان دي.

آلماني مرستندویه سازمان «جي ای زایت» تیر کال خپل ټول بهرني کارکوونکي د هغوی له کورونو څخه امن ځایونو ته ولیږدول. دغه پریکړه د دې سازمان د دوو کارکوونکو تر برمته نیونې وروسته وشوه.