د کابل په کنفرانس کي د نوو مرستو ژمنه و نه سوه ولي د هيوادنو پر تيرو وعدو ټنګار وسو
۱۳۸۹ تیر ۲۹, سهشنبهد کابل په نړیوال کنفرانس کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينټن او د ناټو عمومي منشي ټنګار کړی دی چي تر هغه پوري چي افغان امنيتي ځواکونه پر پښو نه وي درېدلي د افغانستان څخه به بهرني عسکر نه وزي.
ولي ولسمشر کرزي اعلان وکړی چي افغان امنيتي ځواکونه کولای سي تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله پوري د ټول هيواد امنيتي مسووليت په خپله غاړه واخلي.
په دې کنفرانس کي د ۴۰ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ۲۰ هيوادونو او ۱۲ نړيوالو سازمانونو او شرکتونو استازو برخه اخستې وه.
تقريباً د کنفرانس ټولو برخه والو په افغانستان کي د اداري فساد سره د مبارزې د ښه حکومت دارۍ او افغان امنيتي ځواک ته د واک پر سپارلو ټنګار کوﺉ.
ولسمشر کرزي وويل چي افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې په لاره کي جدي ګامونه پورته کړي او په رښتيا سره غواړي چي د اداري فساد سره مبارزه وکړي.
هغه د نړيوالي ټولني څخه وغوښتل چي د طالبانو سره د سولی د خبرو په لاره کي يې ملاتړ وکړي او ورسره يې د هغوﺉ څخه مننه وکړه چي په دې لاره کي يې تر مخه هم د هغه حمايت کړی و.
کرزي دغه راز د نړیوالو د هغي پريکړي څخه چي په راتلونکو دوو کالونو کي به د افغانستان سره د مرستو ۵۰ په سلو کي د هغه د حکومت په واک کي ورکول کيږي مننه کړې ده.
په دې کنفرانس کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري وويل چي دغه کنفرانس يو واضح پيام لري. هغه داچي نړۍ د افغانستان سره ده او د القاعدې سره مبارزه کوي.
هيلري کلينټن وويل چي د کنفرانس برخه وال نه يوازي داچي د افغانستان د حکومت د پلانونو څخه د حمايت په موخه راټول سوي، بلکي ددې د پاره يې په دې کنفرانس کي ګډون کړی دی چي د نړيوالي ټولني او افغانستان تر منځ نواقص رفع سي.
مېرمن کلينټن د ۲۰۱۱ کال د جون د مياشت خورا مهمه وګڼله چي د هغې په خبره د امریکا عسکرو په ايستلو په پيل وسي. هغې وويل دا د يوې نوي دورې پيل دی نه په افغانستان کي د امریکا د ماموريت.
هغې وويل تر هغه وخته له ولسمشر کرزي چي اشاره ورته وکړه چي خپل هدف ته نه يو رسېدلي هيڅ وخت په افغانستان کي د اوږد مهاله ماموريت د ختمولو اراده نه لرو.
ددې تر مخه امريکايي چارواکو ويلي وه چي د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو مسله د هغه هيواد په اوضاع پوري تړلې ده.
کلينټن دغه راز وويل چي افغان امنيتي ځواکونه بايد تر هغه وخته پوری تقويه سي تر څو د وکولای سي د خپل هيواد امنيتي مسوليت په خپله غاړه واخلي.
د ناټو عمومي منشي په خپلو خبرو کي وويل چي افغان امنيتي ځواکونو ته به هغه وخت د امنيت مسووليت ور وسپارل سي چي دوی ددې توان پيدا کړي چي امنيت ساتلای سي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ټنګار وکړی چي افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت سپار په شرايطو پوري اړه لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر افغانانو باندي د يوالي او د يو سمسور افغانستان په جوړولو کي يې د هڅو غوښتنه وکړه.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی. زيارمل