1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په ولايت کې يو سلو شل زرو کسانو ته د وسلې د ګرځولو جواز ليکونه ويشل شوي دي

۱۳۸۷ آبان ۹, پنجشنبه

د کورنيو چارو وزارت د پخواني وزير د دندې پر مهال يوازې د کابل په ولايت کې عامو خلکو ته د 120 زرو وسلو د ګرځولو جواز ليکونه يا لايسنسونه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/FkK7
د کورنيو چارو پخواني وزيرمقبل د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاينماير سرهانځور: AP

د ويسا د ورځپاڼې په 744 ګڼې کې دا مطلب خپور شوى او ليکل شوي دي چې په کورنيو چارو وزارت کې ځينو جګ پوړو مامورينو په دې شرط چې نومونه يې په ډاګه نشي تاند ويب پاڼې ته ويلي چې هر څوک يوازې د سل ډالرو په بدل کې د وسلې ګرځولو اجازه ليک ترلاسه کولاى شي .

د اجازه ليک تر لاسه کوونکى اړ ندى چې خپل وسله کورنيو چارو وزارت ته وښيي يوازې د وسلې د شميرې په يادولو او د سل ډالرو په سپارلو اجازه ليک تر لاسه کيداى شي. تاند ويب پاڼې ته ويل شوي چې د کورنيو چارو وزارت حتې دا له خلکو څخه نه پوښتي چې وسله له کومه ځايه تر لاسه کوي.

څرنګه چې ليدل کيږي په دې وروستيو کې د کابل په ښار کې امنيتي حالت له ګواښونو سره مخامخ شوى يوازې په روانه مياشت کې د سړي تښتونې او برمته کولو څو پرله پسې پيښې تر سره شوي. په داسې حالت کې چې فردي امنيت له ګواښ سره مخامخ دى په يادې شوې شميرې د وسلو د ګرځولو د جواز ليکونو ورکول د کابل د امنيت په خرابوالي کې ونډه لري اوکه نه؟ دا موضوع مې د افغانستان له دوه و تنو پوځي او سياسي کارپوهانو سره شريکه کړيده.

Afghanistan Zemarai Baschari Sprecher Innenministerium in Kabul
د کورنيو چارو وزارت وياند ښاغلى زمرى بشريانځور: AP

د ولسي جرګې د دفاعي کميسيون غړى ښاغلى نورالحق علومي وايي چې : د وسلو د ګرځولو د جوازليکونو ويشل او خصوصي امنيتي کمپيۍ د کابل ښار په بې امنيو کې ستره ونډه لري.

د افغان ملت د ګوند لوى منشي ښاغلى ستانه ګل شيرزاد وايې چې پارلمان بايد د دغو جواز ليکونو د ويشلو په اړه له چارواکو څخه پوښتنه وکړي. د ده په وينا د دغو جواز ليکونو ويشل هغو کسانو ته چې په بې امنيو کې لاس لري د وسلو د ګرځولو قانوني جواز ورکړى.

شيرزاد وايي چې هغو کسانو ته چې د وسلو د ګرځولو جواز ليکونه ورکړل شوي دي بايد له سره نوى نظر وشي.

د ده په وينا خصوصي امنيتي شرکتونه هم د کابل په نا امنيو کې لاس لري.

د يادونې وړ ده چې د موضوع په هکله مې د کورنيو چارو وزارت له وياند ښاغلى زمرى بشري څخه پوښتنه وکړه خو نوموړي د اوس لپاره د وسلو د ګرځولو د جواز ليکونو د ويشلو په اړه د مالوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.