1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په وزير اکبر خان مېنه کي يرغل پای ته ورسېد

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

د کابل امنيتي چارواکي وايي چې د کابل په وزير اکبر خان مېنه کې پر يوه مېلمستون باندي وسله وال يرغل نن سهار وختي پای ته ورسېد. څلور وسله وال کسان چې په وسلو او لاسي بمونو سمبال ول تیره شپه يې پر یوه مېلمستون یرغل وکړ.

https://p.dw.com/p/1FWvd
انځور: Reuters

خبري آژانسونو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال وزیر ایوب سالنگي، له قوله لیکلي دي چې بې له برید کوونکو نور چاته مرگ ژوبله نه ده اوښتې. ویل کیږي چې دغه هوټل په رباني کورنۍ پوري اړه لري.

سالنگي د یرغل تر ختمیدو وروسته ویلي دي چې یو راکټ لانچر او درې کلاشینکوفونه نیول شوي دي. د یرغل په لومړیو ساعتونو کې د څو چاودنو غږونو اوریدل شوي او د جگړې تر ختمیدو پوري چې څه د پاسه پنځه ساعته یې دوام وکړ ډزونه اورېدل کیدل.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د کابل د پولیسو د ویاند عبادالله کریمي له قوله لیکلي دي چې په دغه یرغل کې پولیسو او ملکي کسانو ته هیڅ مرگ ژوبله نه ده اوښتې. د کریمي په وینا د برید هدف د «هېټل پلازا» وه.

د کابل امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي ویلي دي چې «د عملیاتو پر مهال یوازي یو پولیس سرسري ټپي شوی دی.» هغه زیاته کړې ده چې سیمه له سهار وختي راهيسي د پولیسو په کنترول کې ده.

د پيښي پړه وسله الو طالبانو پر غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چې په دغه يرغل کې يې ډېرو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده. تر دې یرغل څو ورځي دمخه په کابل کې د «پارک پېلس» پر مېلمستون باندې هم وسله والو طالبانو یرغل کړی وو چې پکښې د ۹ بهرنیانو په شمول ۱۴ تنه ووژل شول.