1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په هوایې قول اردو کې پر بهرنیو سرتیرو خونړی حمله

۱۳۹۰ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

د متحده ایاتو یو لوړ پوړی چارواکی وویل چی ټول اته تنه وژل شوی سرتیری او یو قراردادی ملکی کارکونکی امریکایی تابعیت لری. د کابل په هوایې قول اردو کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله په خپل ډول کې بي ساري ده

https://p.dw.com/p/114ty
په کابل کی پر نړیوالو ځواکونو حمله وشوه
په کابل کی پر نړیوالو ځواکونو حمله وشوهانځور: picture-alliance / dpa

د چهارشنبې د ورځي یولس نیمې بجي وي چی د قوماندانۍ له دننه د سپکو وسلو ډزي تر غوږ شوي.

په دغه پیښه کې چې ظاهرا د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ له لفظي شخړي زیږنده بلل سوي د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال داود امین دویچه ویله ته له پیښي نیمه ګړۍ وروسته په ټلیفون وویل چې په دغه حمله کې د افغان هوایي ځواکونو یو پیلوټ او یو بهرنی سرتیری وژل سوي او له دواړو لورو اوه تنه نور ژوبل دي.

ښاغلي امین وویل چی د پیلوټ او بهرنیو سلاکارانو او سرتیرو تر منځ په یوه ورځنۍ جلسه کې لومړی لفظي شخړه رامنځ ته سوه او وروسته دواړو لورو یو پر بل باړې وچلولي.

دا د افغانستان په دفاع وزارت کی تر وروستي برید را وروسته د یوه افغان امنیتي ارګان په دننه کې دوهمه ناوړه پیښه ده .

بهرني ځواکونه هڅه کوي چی په بیړه سره افغان هوايي قواوو ته رزونه ورکړي تر څو وکړای سي چی ژر تر ژره داخلي عسکر د خپل ملک بوج ته اوږه ورکړي خو دا احتمال نه لیدل کیده چی ګوندي یو افغان پیلوټ دي په خپلو بهرنیو ملګرو ډزي وکړي .

که څه هم طالبان وایې دا پيلوټ د دوي ملګری او له میاشتو میاشتو راهیسي یی دغه پلان له ځان سره درلود خو افغان ځواکونه او چارواکي دغه خبره نه مني.

د هوایې قول اردو یوه جنرال دوران خان رسنیو ته وویل چی لانجه له لفظي شخړي رامنځ ته شوي او وژل شوي پیلوټ یو با سابقه افسر وو .

په ورته وخت کې له ایساف ځواکونو څخه دویچې ویلي ته په را استول سوي وینا پاڼه کی راغلي چی په دغه پیښه کی د دوي شپږ سرتیري وژل شوي دي.

ویل کیږي چی وژل شوي ټول په خټه د امریکې دي چی د ناټو تر مشرۍ لاندي یی په افغانستان کې دنده لرله .

د افغان ځواکونو په دننه کی د اختلافاتو رامنځ ته کیدل او د دغسي ناوړه پیښو مخ نیوی اوس افغان او بهرنیو روزونو ته په یوه جدي سر خوږي بدل شوی.

دولت ضد چریکان هڅه کوي چی په یوه بي سابقه تکتیک کی د افغان او بهرنیو ځواکونو داخل ته لاره ومومي تر څو وکړای سی چي په اسانۍ سره خپل دښمن ته زیان ورسوي.

نو له همدی امله هغوي په تیرو څو میاشتو کې همدغه تکتیک ته مخه کړي ده .

دا په اوس مهال کې ګرانه بریښي چی ومنل سي په ریښتیا هم د افغان پیلوټ او د هغه د بهرنیو همکارانو تر منځ په ننۍ لانجه کې هم د طالبانو لاس وو خو په اصلي کې د سږ کال لپاره د دغه ډول ستونزو رامنځ ته کول د طالبانو د جنګي ستراتیژۍ یوه برخه جوړوي.

د تیر کال په ورستیو او د روان کال په څو میاشتو کې طالبانو څو ځله د پلازمینې په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د افغان ځواکونو لیکو ته خپل کسان لومړۍ د سرتیري په جامه کې لیږلي او وروسته یې پري خپله موخه تر لاسه کړي.

څه باندي یوه اونۍ دمخه د افغانستان د دفاع وزارت په دننه کې هم د طالبانو یوه وفادار د دفاع وزیر جنرال وردګ تر دفتر پوري ورسید خو د وزیر د ترور دسیسه یی د یو شمیر سرتیرو تر مړیني وروسته شنډه سوه .

د کابل په هوايي قول اردو کی ننۍ پیښه افغان دولت او بهرنیو مرستندویانو ته یې په داسي حال کې چې له بهرنیو ځواکونو کورنیو هغو ته د امنیت د انتقال پروسه پیل شوي، سور څراغ بلل کیږي.

کابل/ جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم