1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په مظاهره اخ و ډب مرگ ژوبله لري

۱۳۹۶ خرداد ۱۲, جمعه

په کابل کي پوليس دې ته اړ سوي چي احتجاج کوونکی په اوبو پاشلو او هوايي فايرونو سره ليري کړي. لاريون کوونکي په کابل کي تر خونړۍ چاودني وروسته د غني حکومت د گوښه کېدو غوښتنونکي سول.

https://p.dw.com/p/2e1mN
Aghanistan Kabul Protest Demonstration
انځور: Reuters/M.Ismail

په کابل کې نن د جمعې په ورځ دغه لاریون د تیري چهارشنبې ورځي تر بمي چاودونې وروسته ترسره کیږي. په دې بمي چاودنه کې چې د کابل په یوه دپلوماتیکه او تر ټولو خوندي سیمه کې وشوه، نژدې۹۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۵۰۰ نور ټپیان شول.

Aghanistan Kabul Protest Demonstration
انځور: Reuters/M.Ismail

رويترز خبري آژانس لیکلي دي چي په دغه لاريون کي د اخ و ډب پرمهال د افغانستان د يوه برجسته سياستوال زوی وژل سوی او څو نور کسان ټپيان سوي دي.

Aghanistan Kabul Protest Demonstration
انځور: Reuters/M. Ismail

د راپورونو له مخي ويل کيږي چي په دغو مظاهرو کي اته کسان وژل سوي او څو نور ټپيان سوي دي.

لاریون کوونکي د چهارشنبې ورځي د بمي چاودنې په سیمه کې راټول شوي او د حکومت، ارګ او طالبانو ضد شعارونه ورکوي. کله چي د ارگ پرلور سړک د حرکت پرمهال پوليسو د لاريون کوونکو ممانعت وکړ، نو لاريون کوونکو پر پوليسو ډبري اورولي او پوليسو يې په مقابل کي اوښکن گاز او اوبه شندلي دي.

Afghanistan Kabul Polizei Demonstration Protest
انځور: Reuters/M.Ismail

د افغانستان د پارلمان استازي عبدالحفيظ منصور اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي: «امنيتي ځواکونو ۸ مظاهره کوونکي وژلي دي.»

خو د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح ويلي دي: «د نن ورځي په مظاهرو کي ۴ کسان وژل سوي او ۸ نور ټپيان سوي دي.»

یو لاریون کوونکی محمد انور چې هټیوال دی او د چهارشنبې ورځې په پیښه کې یې د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي وايي چې موږ له ولسمشر اشرف غني څخه غواړو چې استعفا وکړي.

ځینې لاریون کوونکو چې د تیري بمي چاودنې د پیښې انځورونه او د حکومت د چارواکو انځورونه لیږدول پر پولیسو د ډبرو ګذارونه کړي چې له امله یې پولیس پر هوايې ډزو ته مجبور شوي. په دې لاریون کې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ګډون کړی دی.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي مظاهرې د خلکو مسلم حق دی او له مظاهره کوونکو څخه ئې غوښتي دي چي د مظاهرو اصول مراعت کړي او هغه چا ته اجازه ور نه کړي چي له دې څخه د عامه نظم په خرابولو کي گټه اخلي.

(afp,dpa/ KH)