1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په جګړه او چاودنو کي ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۰ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

په کابل ښار کي د سې شنبې په ورځ د غرمې پر يوه نيمه بجه د امريکا سفارت ته څرمه د يوې ودانۍ څخه پر سفارت او ناټو ځواکونو د قومندې پر مرکز بريدونه پيل سول او وروسته د ښار په بېلابېلو برخو کي ځانمرګي بريدونه او چاودني وسوې.

https://p.dw.com/p/12Xqr
د جګړې ځای
د جګړې ځایانځور: picture-alliance/dpa

ويل کيږي چي په ښار کي اوس هم خال خال ډزي رواني دي او دا نه ده معلومه چي څوک او د کومي خوا کيږي.

په کابل کي نن نيمه ورځ داسي تيره سوه، چي نه امنيتي ځواکونه او نه هم عام وګړي پوهيدل چي څه راوان دي. ځکه د هري خوا د چاودنو، ځانمرګي بريدونو او وسله والي جګړې احوالونه رسېدل.

دا لومړی ځل دی چي د افغان حکومت وسله وال مخاليفين په دې توانديدلي چي په کابل کي يو داسي پلان سوي بريدونه تر سره کړي، او حتي په داسي يوه سيمه کي چي په پنځه سوه ميترۍ کښي يې د امريکا سفارت په دوه سوه ميترۍ کښي يې د ناټو مقر او نور دولتي ارګانونه پراته په وسله وال بريد لاس پوري کړي.

د ورځي ژوندی راپور:

د کابل امنيې قومندان آيوب سالنگي د ملي راډيو تلويزيون سره په يوه تليفون تماس کښي ويلي، چي د عبدالحق په څلور لاره کي په هغه څورلس پوړيزي ودانۍ کي چي ترهگر ور ننوتي اوس هم جگړه روانه ده.

د هغه په خبره په کابل کي د نن ورځي په چاودنو او وسله وال بريدونو کي تراوسه پوري ۶ تنه وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

په وژل سوو کي ۴ تنه پوليس او ۲ تنه ملکي وگړي دي.

ددې لړی نوې پیښه د کابل ښار د دهمزنګ څلورلارې کې د سرحدې پولیسو قوماندانې ته څېرمه ځانمرګی برید دی چې ۲ کسان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړیدي .

دغه راز د کابل ښار د دارلامان په سرک خاتم النبیین مدرسې ته نیږدې د یوې چاودنې ږغ اوریدل سوی خو په اړه یې کره مالومات نه دي خپاره شوي .

له بله پلوه د عبدالحق څلور لاره کې له یوې نیمې بجې راهېسې په یوه لوړ پوړې ودانۍ کې ځای پر ځای سوي وسله وال د امریکي پر سفارت او ځینو پوځي ځایونو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پيښې پخلی کوي او وايي چې په دې ودانۍ کي له ۴ تر ۵ پورې برید کونکي ځای پر ځای سوي او پر عامو خلکو او امنیتي ځواکونو ډزي کوي.

د هغه په خبره د بريد کوونکو څخه يې تر اوسه پوري دوه تنه وژلي او نور لا مقاومت کوي.

اوس د برید قابو کولو په موخه پوځي چورلکې هم د پیښې پر ځای الوتنې کوي.

په کابل کي د دويچه ويله خبريال وايي چي پرياده ودانۍ د څرخي الوتکو بريدونه هم تر سره سوي او په ودانۍ کي دننه جگړه روانه ده.

دغه راز د امريکا سفارت لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د سفارت پر ودانۍ باندي څو راکيټونه لگيدلي خو هيڅ چا ته زيان نه دی رسيدلی.

په کابل کې د آیساف ځواکونو مطبوعاتی دفتر رسنیو ته ویلي چې ددوی پر مرکز څو توغندي لګیدلي دي

له یوې نیمې بجې راهېسې په وسلو او چاودیونکو توکو سمبال څو تنه برید کونکي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

ویل کیږي ددغه برید موخه د امریکا سفارت دی  او پردې  سفارت توغوندويي برید هم شوی.

د پيښې په ځای کې تراوسه ۵ چاودنې رامنځته شویدي.امنیتي چارواکو د پیښې د ځای شاوخوا اوسیدونکو څخه غوښتي چې د جګړې تر پای ته رسیدو پورې دې په خپلو ځایونو کې پاتي شي .

که څه هم د دې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات په لاس کې نه شته خو د وزیراکبرخان او څلورسوه بستریز روغتون چارواکو ویلي چې له پیښې تراوسه دوی ته ۴ ټپیان وروړل شویدي .

له بل پلوه وسله والو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او دعوه یې کړې چې ددوی څو پلویانو د امریکا سفارت او ځینې پوځي مرکزونه تر برید لاندې نیولي دي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب