د پاکستان د پوځ مشر کابل ته تللی
۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سهشنبهاسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په غونډه کې پر دې باندې بحثونه کیږي چې څرنګه په سیمه کې د مخ پر زیاتیدونکي ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وشي.
همداشان جګپوړي دفاعي چارواکي به په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر سر هم خبري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړۍ په کچه د افیومو ستر تولیدونکی هیواد دی.
په پام کې ده چې په کابل کې د سه شنبې ورځې په غونډه کې به امریکایي او د ناټو استازي هم ګډون وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي دي چې په غونډه کې به د ازبکستان او قزاقستان د پوځونو مشران هم ګډون وکړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د اعلامیې له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې جنرال باجوه د سه شنبې په ورځ کابل ته رسیدلی او اټکل کیږي چې د دفاعي چارو په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.
دغه غونډه په کابل کې د یو شمیر خونړیو بریدونو څه کم یوه میاشت وروسته تر سره کیږي. په کابل کې د بریدونو وروسته د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر او د کورنیو چارو وزیر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پیغام سره اسلام آباد ته ناڅاپي سفر کړی وو.
هغه مهال افغان چارواکو ویلي وو چې اسلام آباد ته د کورنیو چارو د وزیر او ملي امنیت د رئیس د سفر موخه د کابل د وروستیو تروریستي بریدونو په هکله له پاکستاني چارواکو سره د ځینو «معتبرو اسنادو» شریکول دي.
تر هغې وروسته تیره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي د یوه پلاوي په رأس کې اسلام اباد ته سفر وکړ. خو تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه مذاکرات «پرته له کوم پرمختګ» څخه پای ته رسیدلي دي.
کابل ته پر باجوه سربیره د قزاقستان او او ازبکستان جګپوړي پوځي چارواکي هم تللي دي. د ارګ له لوري په یوه بیانیه کې راغلي دي چې د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوشنبې په ماښام ملاقات کړی دی.