1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ورځپاڼو ته کتنه

۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه

په کابل کي د تقريباً ټولو چاپي رسنيو د پنجشنبې د ورځي سرمقالې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو پايلو ته ځانگړي شوي دي. يو شمېر تلويزيوني چينلو هم له پرون ورځي راهيسي د اوباما د بيا ټاکل کېدو په اړه بحثونه او راپورونه خپروي.

https://p.dw.com/p/16fH5
انځور: dapd

د کابل چاپ ویسا ورځپاڼه په خپله ننۍ ګڼه کې د بارک اوباما د ټاکل کیدو په اړه کاږي چې د امریکا سیاستوال باید تر بل هر وخت ډیر د افغانستان مسايلو ته پام واړوي، ځکه دغه هيواد په خپل نازک پړاو کې دی او هر ډول ناغیړي کولای شي لس کلني لاس ته راوړني له خاورو سره خاوري کړي.

ورځپاڼه زياتوي ښايي د اوباما په هغه پالیسي کې چې د افغانستان په اړه یې لري څه بدلون را نه شي خو افغانستان په هر صورت کې د امریکا د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې دی او سپینه ماڼۍ یې باید له پامه و نه غورځوي.

په همدې حال کي د مشارکت ورځپاڼي هم د نورو مسایلو تر څنګ د اوباما د بیا ټاکل کیدو په اړه تحلیلي مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.

د ورځپاڼي لیکوال کاږي، که چیري اوباما د افغانستان په اړه پر خپلي کړنلاري باندي له سره کتنه ونه کړي نو افغانستان کیدای شي یو ځل بیا پر اقتصادي بحران سربیره د زور پالو لاس ته ولویږي.

د لیکوال په خبره افغانستان په داسي یوه پړاو کې دی، چې نړیواله ټولنه یي باید غم وخوري او خپلي هغي مرستي کمي نه کړي چې له افغانستان سره یي ژمنه کړي دي، که نه نو هر ډول اقتصادي کمزورتیا به ناورین وزیږوي او د هيواد یوه برخه به يې هم له اغیزه خوندي پاته نه شي.

ورځپاڼي د افغان ولسمشر د ویندوی د مرستیال سیامک هیروي هغه خبري هم راخیستي دي چې وایي اوباما باید په خپله نوې کاري دوره کې د افغانستان په اړه پر خپلي کړنلاري باندي له سره کتنه وکړي او هغه نیمګړتیاوي چې ورته افغان لوري څو ځله په ګوتو کړي دي اصلاح کړي.

هیروي د افغان دولت په استازيتوب د اوباما بریاليتوب ته په غبرګون کې زیاته کړې ده، بارک اوباما باید د افغانستان د لانجې اصلي جرړو ته پام واړوي، هغه څه چې ولسمشر کرزي ورسره د لیدنو پر مهال یوه په یوه ور په ګوتو کړي دي، خو امریکایي لوري تر اوسه ورته پام نه دی اړولی.

Zeitung Afghanistan Kabul Weekly
انځور: AP

د هغه په خبره، له افغانستان سره باید لا ډیري مرستي وشي، ځکه دغه مرستي نه یوازي په پوځي، بلکي په ملکي برخو کې هم ډیري اړیني دي.

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلي د افغانستان د اکثریت ویبپاڼو او ټلویزیوني چینلونو د بجث توده موضوع وه.

له کابله خپریدونکو ټلویزیوني چینلونو له تیرو څلورویشتو ساعتونو راهيسي د اوباما د بریالي کیدو بېلا بېل اړخونه او تر ډیره یې پر افغانستان د اغیزو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د چارو شنونکو په ګردیو میزونو کې د اوباما بیا ټاکل کیدل د افغانستان پر حالاتو بې اغیزي بللي دي او ویلي یي دي چې د امریکا بهرنۍ پالیسي د هغو کسانو له لوري جوړیږي چې د اوباما په اداره کې ډیر واک لري او د ولسمشرانو په ادلون بدلون دا پالیسي تغیر نه مومي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل