1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل هوايي ډگرته نژدې ځانمرگي برید شوی

آژانسونه / عبدالباري حکیم۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه

د کابل هوايی ډگر ته نژدې په یو سړک باندې په یوه موټر بمب چادونه لاس پوری شوی دی. په دري وژل شوو کسانو کې د اروپا د اتحادیی د پولیسي ماموریت یو غړي هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/1FQvI
د کابل هواِی أگر ته نژدی د ایرو ّول ّر نقلیه وسیلو د حملی صحنه
د کابل هواِی أگر ته نژدی د ایرو ّول ّر نقلیه وسیلو د حملی صحنهانځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د امنیتی چارواکو د وینا له مخې په دغې چادونه کې د لومړیو معلوماتو له مخې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي. هغوی وویل چې دغه چادونه نن سهار وختي د کابل هوايی ډگر ته نژدې شوې او داسی ښکاري چې هدف یی یوه بهرنی کتار ؤ.

د یو نوي رپوټ له مخې اوس د اروپا د اتحادیی د پولیسی ماموریت دا خبره منلی ده چې په دغه حمله کې د هغه ماموریت یو غړي هم وژل شوي دی. په کابل کې د هغې اتحادېې یو ویاند وویل چې د نوموړي ماموریت یوه نقلیه وسیله چې د «ایروپول» منسوبین په کې سپاره ول، تر برید لاندی راغلی ده. ویل شوي دي چې د نوموړي ماموریت دری نور کار کونکي ټپیان شوي دي، خو د هغوي ټپونه د درملنې وړ دي او د مرگ له خطر خخه ژغورل شوي دي.

له دی مخکې د کابل د پولیسو یو ویاند، عبادالله کریمي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« د بهرنيو ځواکونو یو کتار د دغه برید هدف ؤ. دغه پبښه نن سهار وختي د کابل په وخت په نهو بجو رامنځ ته شوه.» کريمي زیاته کړه: برید کونکي خپل تویوتا ډوله موټر ته چادونه ورکړه. تر اوسه پورې مونږ ته د دو کسانو د وژل کیدو او د ۱۸ نورو ټپی کیدو خبرراکړ شوی دی. په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي.»

دغه راز د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال، نجیب دانش هم د دغی چادونې پخلی کړی او نوموړي خبري آژانس ته یی وویل چې په دغه برید کې درې ملکي نقلیه وسیلې تاواني شوي دي چې یوه یی بهرنیو سرتیرو پورې اړه درلوده.

په دغه حمله کې دری کسان وژل شوی او څه ناخه ۱۸ تنه نور ټپیان شوی دی
په دغه حمله کې دری کسان وژل شوی او څه ناخه ۱۸ تنه نور ټپیان شوی دیانځور: Reuters/M. Ismail

د فرانس د خبري آژانس یو عکاس د پیښی په صحنه کې ولیدل چې سرتیرو د یو «عسکر جسد» د یو سخت تاواني شوي څلور سيټ لرونکي موټر له مینځ وایست او ځان سره یې کش کاوه. دا معلومه نه وه چې نوموړی عسکر مړ ؤ او که ټپي.

د لومړیو رپوټونو له مخې د وزیر اکبر خان د روغتون د ریاست مرستیال، خلیل الله هودخیل وویل چې هغه روغتون ته تر اوسه پورې د دوو ځوانوو نجونو مړي او ۱۹ ټپیان ته رسیدلي دي.

نوموړي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:«ټول ملکي خلک دي چې په هغو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي.» هودخیل زیاته کړه:«هغوی تر درملنې لاندې دي. د هغوی ژوند د مرگ له خطر سره مخامخ نه دی.»

خو د کابل د امنیې د قوماندانې مرستیال، گل آغا روحاني وویل چې د دغې ډيرې غټې چادونې له امله ښايی د مرگ ژوبلو شمیر ښايي ډير زیات وي.

دغه حمله یواځې په داسی وخت کې رامڼځ ته کیږي چې نړیوالو ځواکونو خپل جنگي ماموریت په افغانستان کې د تیری میلادی کال په پای کی بشپړ کړ او د هیواد ټول امنیتی مسوولیت د افغان ځواکونو په غاړه دی.

د تیرې چهار شنبه په ماښام د کابل په یو میلمستون باندې د یو برید په نتیجه کې ۱۴ کسان ووژل شول چې ديري بهرنیان ول.

ایرو پول له ۲۰۰۷ کال څخه را په دی خوا د افغانستان د ملي پولیسی ځواک روزنه په غاړه لري. د ایرو پول په ماموریت کې چې د اروپا د اتحادېې د ۲۳ غړو دولتونو له ملاتړ څخه برخه منه دی، ۲۰۰ نړیوال او ۱۸۰ افغان کارکونکي کار کوي.