1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل هندوانو د ډیوالي جشن ولمانځی

۱۳۸۹ آبان ۱۵, شنبه

د نوامبر میاشتې پنځمه، د هندوانو له ستر مذهبي جشن یعني د ډیوالي له ورځي سره برابره ده.

https://p.dw.com/p/Q0VO
د ديوالي په مراسمو کي گډون کوونکي سيک افغانې مېرمنيانځور: DW

ډیوالي د سانسکریت په ژبه کې څراغونو ته وایې، هغه ورځ چې پکې ډیر څراغونه لګول کیږي. د دغه پینځه ورځني جشن له پیل دمخه هندوان خپل کورونه پاکوي او هغوي د کامیبابي او ځواکمنتیا په تمه خپلي کړکۍ د لاکشمې په نامه الاهې ته پرانیزي.

د ډیواالي په ورځو د ټولو هندوانو له بي وزلو تر بډایو کورونه په نارنجي رنګي څراغونو او ډیو باندي روښانه يي. د دغو څراغونو د لګولو فلسفه لکشمي ته په ښه راغلاست کې نغښتي ده . په دغې ورځي یو بل هغه څه چې ډیر مهم بلل کیږي هغه د « الوان رنګولي » رسم دی.

د هندویزم لارویان د خپلو کورونو غولي، په بیلا بیلو رنګونو رنګوي، او دا د خوشبختۍ الاهې ته د ښه راغلاست او میلمه پالني رسم بلل کیږي. دغه کار د ښځو له لوري تر سره کیږي.

افغاني سکانو او هندوانو هم د ډیوالي جشن ولمانځه. د کابل د کارته پروان په سیمه کې په کومه کې چې له ډیرو کلونو راهیسي یو شمیر هندو کورنۍ ژوند کوي د ډیوالي جشن ته ورغلو .

دغلته ټولو هندوانو رنګیني جامې اغوستي، کورونو یې په رنګینو څراغونو ښایسته کړي او دغه سیمه د نورو ورځو سره په پرتله کې لوی توپیر لري.

« دغه ورځ د رڼا معنی لري، دغه سیري رام چند ماراج په دشته کې اوسیده، او زمونږ شپږم ګرو بابا نانک ځای باندي ګرو ارګو سنګ وو له هغه سره ۵۲ پاچاهیان بندیان ول او په همدې نن ورځي آزاد شول او له همدې کبله دا ورځ د سکانو او هندوانو له لوري هر کال لمانځل کیږي».

خو دا چې ډیوالي ورځي کتابي تاریخچه څه ده په اړه یې د هندوانو په مهم کتاب ګیتا کې داسي راغلي:

«دا مسله څو زره کاله مخکي ته ور ګرځي، اصلي خبره خو دا ده چې یوه هندو راجا یعني یوه پاچا څلور ښځي لرلي، د هرې ښځې یې یو زوی وو، هرې ښځې کوښښ کاوه چې د پاچا له مړینې وروسته یې زوی پادشاهې ته ورسیږي همدا وو چې له دغو څلورو څخه یو تن غوره شو او دوه نور وروڼه چې د خلکو په منځ کې له ډير شهرت څخه برخمن ول د جنجال د نه زیږیدو په خاطر له ښار څخه یوه ځنګله ته کډه شول هغوي څورلس کاله وروسته بیرته ښار ته راغلل، کله چې خلک خبر شول د هغوي راتګ ته یې جشنونه جوړ کړل او په ټنګ ټکور یې د هغوي ښه راغلاست ووایه او له همدې ورځي راهیسي ډیوالي جشن لمانځل کیږي».

د ډیوالي په ورځ اورلوبې بله هغه سرګرمي ده چې هندوان یې د خوښۍ، تازګۍ او ښیرازۍ لپاره په نیک فال نیسي. د ډیوالي لومړۍ ورځ دهان تراس نومیږي چې د بډایني د دیارلسمې ورځي مانا لري.

هندوان وایې چې د ویشنو په نامه د هغوي له لوري منل شوی خدای له یوه سمندر څخه را وزي او له خلکو سره مرسته کوي. د ډیوالي دوهمه ورځ چاتورداسي نومیږي چې د قمرې میاشتې څورلسمه ورځ ده چې د ډیوالي له شپې سره سمون خوري.

د دغې ورځي فلسفه دا ده چې ټولنیزي ګټي باید د شخصی ګټو په پرتله لوړي وبلل شي او ټولنیزي اړیکي باید پر کورنیو اړیکو لوړې وبلل شي.

د ډیوالي دریمه ورځ دهندوانو د جشن اصلي ورځ ده. په دغه شپه سپوږمۍ ډوبیږي او هندوان عقیده لري چې ډیوالي ټول آسمان ته نور ور بښي. هندوان په دغه شپه دعاوي کوي او د دعا دغه مراسم پوجا نومیږي. هندوان عقیده لري چې په دغه شپه چې چا خپل کور پاک او نه وي منزم کړﺉ نو د ثروت الاهه د هغوي له کور څخه لیدنه نه کوي.

د ډیوالي د مراسمو یو بل ګډون وال رنجیت لال:

« زما نوم رنجیت لال دی، دغه ډیوالي زمونږ مذهبي جشن دی، یوه ورځ له صبا تر ماښامه ډیوالي لمانځل کیږي، دا ورځ زمونږ د پیغمبر له لوري مونږ ته په میراث پاتي ده، ټول هندوان یې لمانځو».

خو لکه څرنګه چې هندوان وایې د هر مذهب پلویان په ډیوالي کې برخه اخیستلای سي خو په حقیقت کې هر څه بل ډول دي. نن یوازي زه او زما انځور اخیستونکی دوه د بل مذهب پلویانو یو چې د هندوانو تر څنګ په دغو مراسمو کې برخه لرو. د ډیوالي دوهمه ورځ چاتورداسي نومیږي چې د قمرې میاشتې څورلسمه ورځ ده چې د ډیوالي له شپې سره سمون خوري.

د دغې ورځي فلسفه دا ده چې ټولنیزي ګټي باید د شخصی ګټو په پرتله لوړي وبلل شي او ټولنیزي اړیکي باید پر کورنیو اړیکو لوړې وبلل شي. د ډیوالي دجشن یو بل تن ګډون وال پریتپال سینګ.

« مونږ لومړی سهار خپل مذهبې مراسم تر سره کوو، وروسته راځو یو بل ته مبارکۍ وایو او بیا یو بل ته شیرني او ډالۍ ویشو».

د ډیوالي دریمه ورځ دهندوانو د جشن اصلي ورځ ده. په دغه شپه سپوږمۍ ډوبیږي او هندوان عقیده لري چې ډیوالي ټول آسمان ته نور ور بښي. هندوان په دغه شپه دعاوي کوي او د دعا دغه مراسم پوجا نومیږي.

هندوان عقیده لري چې په دغه شپه چې چا خپل کور پاک او نه وي منزم کړﺉ نو د ثروت الاهه د هغوي له کور څخه لیدنه نه کوي. خو د ډیوالي په ورځو مینان هم ډیر خوشهاله وي ځکه هغوي یو بل ته ډالي ورکوي او په دې پلمه یو بل لیدلای سي.

رویندر سنګ یې په اړه وایې :

« نامزادان د یو بل کورنو ته ډالي وړي، تحفي ورکوي یو بل ته او په همدې توګه خوږې او رنګیني وریځي ویشي او میټايي ګاني ویشل کیږي او داسي نور چمونه هم تر سره کیږی».

د یادولو وړ ده چې د ډیوالي په وروستۍ ورځ خور او ورو یو بل ته ډالي ورکوي او د دغو ورځو په مناسبت ښونځي او کار ځایونه رخصت وي او د خوږو په ویشلو دغه جشن پای ته رسیږي.

راپور: ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی