1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل – ننګرهار پر لویه لاره برید یو ماشوم وواژه

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د طالبانو یوه شکمن برید د چهارشنبې په ورځ یو ماشوم وواژه او د هغه والدین یې سخت ټپیان کړل. پیښه د کابل ننګرهار پر لویه لاره رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1IQ5x
انځور: DW

یوه چارواکي ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې تر یوه برید وروسته د کابل ننګرهار لویه لار د مسافر پر مخ تړل شوې ده.

د سوروبي ولسوال فهیم موسی زی، ویلي دي چې دغه پیښه په همدې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې اوس لویه لار د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې ده او له مخالفینو څخه د سیمې د پاکولو په موخه عملیات روان دي.

موسی زي ویلي دي چې طالبانو له یوې تپې څخه د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې ډزې کړې دي او پر لویه لاره یو روان موټر یې ویشتلی دی.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د کابل ننګرهار لویه لاره د افغانستان له مهمو لویو لارو څخه شمیرل کیږي چې د دې هیواد پلازمینه له ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب