د کابل له کنفرانس څخه وروسته د امنیت د شورا غونډه
۱۳۸۹ مرداد ۲, شنبهد جمعې د ورځي د امنيتي شورا په غونډه کي پر دې خبره اتفاق ؤ چي د کابل د تيري اونۍ نړيواله غونډه د افغانستان د ستونزو په هوارۍ کي يو مهم گام ؤ. د کابل نړۍ واله غونډه چي پکښي د افغانستان سره مرسته کوونکو هيوادونو برخه اخيستې وه پکښي د افغانستان سره نوې ژمنې سوي وې. د دغې غونډې يو مهمه ټکي دا ؤ چي مرستندويه هيوادونو ژمنه وکړه چي د دې وروسته به تر پنځوسو فيصدو پوري مرستي د افغانستان د حکومت له لاري کوي.
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا هغه اداره ده چي په د 2001 مېلادي کال د ډسمبر په 20 مه نېټه يې پرېکړه وکړه چي د افغانستان د منځمهاله ادارې د امنيت ساتلو لپاره دي افغانستان ته نړيوال سوله ساتي ځواک ولېږدول سي. د امنيت د شورا د دغې پرېکړي له مخې چي په پرېکړه 1386 مشهوره سوه بايد د شپږو مياشتو پوري د منځمهاله ادارې امنيت ساتل سوي واي. بريتانيا په لومړي سر کي ددغه ځواک مشري په غاړه واخيسته. په افغانستان کي د ټاکنو وروسته دغه ماموريت وغځول سو چي تر ننه پوري دوام لري.
د امنيتي شورا د جمعې د ورځي په غونډه کي پر دې خبره ټينگار وسو چي افغان حکومت بايد خپل سياسي پرمختگ په اړه مثبته پايلي د ترلاسه کولو هڅې گړندۍ کړي.
د دې څخه تر مخه د ملګرو ملتو عمومی منشی، بان کي مون وياند مارټين نېسيرسکي ويلي وه چي د هغه ژمنې چي په کابل کي وسوې بايد عملي بڼه ورکول سي.
د کابل د غونډې په څېر د جمعې د ورځي د امنيت د شورا په غونډه کي هم په افغانستان کي د اداري فساد ستونزه يوه مهمه موضوع وه. د امنيتي شورا جرگه گۍ د افغانستان د حکومت څخه وغوښتل چي بايد د اداري فساد په وړاندي مبارزه کي جدي گامونه پورته کړي.
په غونډه کي د افغانستان د حکومت څخه دا غوښتنه هم وسوه چي نړيوال د افغان حکومت څخه دا توقع لري چي د خپلو امنيتي ځواکونو د اغېزمنوولو په لاره کي خپل مسؤليتونه په ښه توگه پوره کړي. د کابل په غونډه کي کرزي هيله څرگنده کړې وه چي ښايي افغان امنيتي چارواکي تر 2014 م مېلادي کال پوري د دې جوگه سي چي د خپل هيواد امنيت پخپله ونيسي.
د امنيت د شورا په غونډه کي د افغان حکومت پر هغه غوښتنه هم غور وسو چي د افغانانو په تور لسټ کي دي بدلونونه راوستل سي. پدغه لسټ کي دهغو افغانانو نومان ليکل سوي دي چي ورباندي د ترهگرۍ تور لگول کيږي. د امنيت شورا وويل چي هغه کسان چي د تاو تريخوالي څخه لاس واخلي د هغوي نومونه به د تور لسټ څخه ليري کړل سي.
آژانسونه/ احمد ولی اڅکزی
کتونکی: عبدالباری حکیم