1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل چاودنو ۲۴ کسان وژلي دي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۱۵, دوشنبه

په کابل کې د دفاع وزارت پر وړاندې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۲۴ تنو ته رسیدلی دی. په دې سیمه کې دوه چاودنې شوي دي. د پیښې له کبله ۹۱ تنه نور ټپیان هم دي.

https://p.dw.com/p/1Jvy4
انځور: picture-alliance/dpa/J.Omid

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي، ویلي دي چې د دوشنبې ورځې د برید له کبله د ټپي شویو کسانو شمیر ۹۱ تنو ته رسیدلی دی.

د کابل د چاودنو په اړه د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، مرکه دلته واورئ.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش، ویلي دي چې دویمه چاودنه د یوه ځانمرګي برید له کبله رامنځ ته شوې ده.

تر لومړۍ چاودنې وروسته په سیمه کې ډیر شمیر کسان له ټپیانو سره د مرستې په موخه راټول شول، خو په دې وخت کې دویمه چاودنه وشوه، چې د چارواکو په خبره یو ځانمرګی برید وو.

طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. دې ډلې په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د یوې اعلامیې په ترڅ کې دغه پیښه غندلي ده. تر دې مخکې وسلوالو په کابل کې پر امریکایي پوهنتون باندې برید کړی وو چې په پایله کې ۱۳ کسان وژل شوي وو.