1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د شهزاده سرای ۱۲ صرافان په بند محکوم سول

۱۳۸۹ بهمن ۱۷, یکشنبه

د اداري فساد سره د مبارزې اپتدايي محکمې دغه دولس تنه د انتخاباتي درغليو په تور د تر لاسه سوو شواهدو پر اساس له يوه څخه تر پينځو کلونو بند مودې مجرم وپيژندل.

https://p.dw.com/p/QyZH
د وروستيو پارلماني ټاکنو پايلي تر اوسه هم معلومي نه دي
د وروستيو پارلماني ټاکنو پايلي تر اوسه هم معلومي نه ديانځور: AP

دغه صرافان له څه باندي يوې مياشتي راهيسي د پوليسو په بند کي ول.

د محکمي مشر عبدالجليل فاروقي نيول سوي کسان له يو شمير مشخصو کانديدانو څخه ولسي جرګي ته د کاميابولو په موخه د سلګونو زرو ډالرو بډي په اخيستو مجرم وګڼل.

هغه وويل چي د محکمي حکم تنفيذي دی او بدلون منونکي دی.

« تاسو هر يو په پينځه پينځه کاله تنفيضي بند او دولکه اوشل زره امريکايي ډالره نقدي جريمي محکوم سوي، په ورته وخت کي پاته کسان په دولس کاله بند او سل زره امريکايي ډالره نقدي جريمې محکوم سوي».

خو د محکمو صرافانو مدافع وکيلانو او خپل خپلوانو ويلي چي دوی ته د محکمې حکم نه منونکی دی.

هغوی وايي چي د بډي ورکونکي او اخيستونکي معلوم ندي او هغه اسناد چي محکمې پري دوي پړ خيژولي اصلي نه بلکي فوټوکاپي دي.

په ورته وخت کي د ټاکنو په پايلو يو شمير نيوکه کونکي نوماندان وايي چي د صرافانو پر ځای بايد هغه اتيا تنه وکيلان محکمې ته را کش سي چي په وينا يي ټاکني په د رغليو او د ټوپک په شپيلۍ ګټلي دي.

د کابل د پيسو د راکړي ورکړي د بازار يو شمير دوکانداران په داسي محال د ټاکنو په بهير کي د رشوت د ساتلو په تور محاکمه سول چي معترض کانديدان لا هم د ځانګړي محکمې څخه د درغلو کانديدانو په اړه د جدي پريکړي په تمه دي.

دا په داسي حال کي ده چي ملي شورا ته بريالي نوماندان د ټاکنو پر مهال د سوو درغليو په اړه جوړه سوې محکمه د لويه سره نه مني.

هغوی پارلمان ته په ورتګ اوس داسي هڅي پيل کړي چي دغه محکمه په هر ډول چي وي ړنګه کړي.

خو د محکمې مشر قاضي عتيق الله حقيق تيره اونۍ په يوه خبري غونډه کي وويل چي دوی به د وکيلانو فشارونو ته تن ورنکړي او هرو مرو به قانون پري پلي کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل