1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د بريد پړه يوې پاکستانۍ ډلي په غاړه اخستې

۱۳۹۰ آذر ۱۶, چهارشنبه

په کابل او مزارشریف کې د تیري ورځي د بریدونو پړه يوې پاکستانۍ ډلي پر غاړه اخیستې. تیره ورځ د عاشورا د مراسمو پر مهال په دغو ښارونو کي دوې چاودنې وسوې، چي په پایلو کي یې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/13O2s
پر مذهبې مراسمو بریدونه په افغانستان کې سابقه نه لري.
پر مذهبې مراسمو بریدونه په افغانستان کې سابقه نه لري.انځور: picture-alliance/dpa

د کابل په زاړه ښار کي مسلمانانو د عاشورا ورځ لمانځله، چي يو ځانمرګي برید ترسره شو. په برید کي ۵۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۳۰ نور ټپیان شول. دغه ځانمرګي برید په یوه مسجد کي ترسره شو چي د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه څا نه څه ۵۰۰ متره لري دئ.

د وژل شوو کسانو په ډله کي څلور ماشومان او دوې ښځي هم شاملي دې. په مزارشريف ښار کي هم په یو بایسکل کي ځای پر ځای شوی بم وچاودید، څلور کسان یې ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

دغه دواړي پیښي په افغانستان کي د خپل ډول لومړنۍ پيښي دي. اوس پاکستان میشته لښکري جنګوي العالمي ډلي د دغو پیښو پړه پر غاړه اخیستې ده. دغه تروریستې ډله په سني افراطیانو پوري مربوطه ده، چي د شیعه مسلمانانو په وړاندي یې ډیر بریدونه تر سره کړي دي.

په افغانستان کي د شیعه مسلمانانو مشرانو پر خپلو خلکو غږ کړی دئ، چي د آرامۍ او حوصلې څخه کار واخلي. هغوئ ویلي دي، چي دا د شیعه ګانو په وړاندې برید نه، بلکي د مسلمانانو په وړاندي برید دئ. د هغوئ په وینا د افغانستان دښمنان به و نه توانیږي، چي د افغانستان د شیع او سني ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي.

د شیعه مسلمانانو دغو مشرانو ټينګار کړی دئ، چي په افغانستان کې سني او شیعه سره وروڼه دي او په راتلونکي کښي به هم لکه د تیر وخت په شان په سوله کي ژوند وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی، د برید پر وخت په آلمان کي وو، او په پلان کي وه، چي د هغه ځايه لندن ته سفر وکړي. ولسمشر کرزي د لندن سفر څخه ډډه کړې او بيرته افغانستان ته ستون سوئ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، رحمان ملک، د پاکستاني طالبانو څخه مننه کړي، چي د عاشورا د مراسمو پر وخت یې په دغه هیواد کي بریدونه نه کړل تر سره.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل