1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بانک ۱۵۰ ميليونه ډالر لا ورک دي

۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبه

کابل بانک څه باندي يو کال دمخه د مالي ستونزو له امله ډيوالي سو او حکومت يې پوروړو ته۸۵۰ ميليونه امريکايي ډالره ورکړل، تر څو د يوې لويي ملي رسوايۍ مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/13V6j
په کابل کي د کابل بانک يوه څانگه
په کابل کي د کابل بانک يوه څانگهانځور: DW/M.Jalalzai

خو له يو کال راهيسي د کابل بانک د شتمنيو او همدا راز د هغو پيسو د موندلو لټون روان دئ چي له ياد بانک څخه په يوه او بل نامه وړل شوي او تر اوسه يې پته نده لګېدلې.

د مرکزي بانک د مالي شخړو د هوارۍ د ادارې مشر وحيدالله درانی وايي دوئ تر اوسه نه دي توانيدلي چي د ۱۵۰ ميليونو هغو امريکايي ډالرو درک ولګوي، چي له کابل بانک څخه وړل شوي.

«تر اوسه پوري شا وخوا اتيا ميليونه ډالر په نغده توګه تر لاسه شوي، څه نا څه ۳۵۰مليونه ډالر مشخص شوي چي د تضمينونو په بدل کي وړل شوي دي او څه باندي ۲۵۰ مليونه نور ځينو داسي کسانو وړي چي په ملک کي دننه او په دوبۍ کي جايدادونه لري چي ډير ژر به يې جايدادونه دلته او هلته دواړه ليلام سي.»

خو د څه باندي۱۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو درک له سره نه دی معلوم چي چا پر کوم لوري وړي دي.

مرکزي بانک وايي تر اوسه پوري هم کابل بانک له دوئ څخه ۷۵۰ مليونه امريکايي ډالره پوروړي دي خو دوئ هڅه کوي چي دغه پيسي د هغو شتمنيو د ليلام له لاري تر لاسه کړي چي د کابل بانک شريکانو په ملک کي دننه او د باندي اخيستي وو.

د افغانستان بانک رسمي شمېرې ښيي چي تر اوسه پوري لږ تر لږه اتيا ميليونه امريکايي ډالر د کابل بانک له پوروړو څخه تر لاسه شوي او د پاتي اتيا سلنو پر را ټولولو او موندلو کار روان دئ.

ټاکل شوي چي ډير ژر د افغان حکومت يو لوړ پوړی اقتصادي پلاوی چي د مرکزي بانک کليدي غړي هم پکښي شامل دي د عربي متحده اماراتو دوبی ته سفر وکړي او هغه شتمنۍ ليلام ته وړاندي کړي چي د پخواني کابل بانک په پيسو اخيستل شوي دي.

د کابل بانک د مالي کړکيچ د تصفيې کمېسيون تمه څرګندوي چي ښايي د وخت په تيريدو هغه ټولي پيسي يا حصول او يا لږ تر لږه يي مدرکونه مشخص شي چي له بانک څخه په ايستلو سره يې تير کال دغه لوي مالي کړکيچ زيږولی وو.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل