1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بانک په کرکيچ کي يوه بله ډله ونيول سوه

۱۳۹۰ تیر ۱۲, یکشنبه

لوي څارنوالۍ د کابل بانک د ډوبيدو په معامله کي د لاس درلودو په تور اته نور کسان له پلازمېني کابل څخه نيولي دي.په نيول سويو کسانو کي درې يې بهرنيان او څلور نور يي افغانان دي.

https://p.dw.com/p/11o7L
«اوس حکومت د مرکزي بانک د فراري مشرعبدالقدير فطرت د نيولو په لټه کي دي»
«اوس حکومت د مرکزي بانک د فراري مشرعبدالقدير فطرت د نيولو په لټه کي دي»انځور: picture alliance/dpa

تير کال وروسته له هغه چي د کابل بانک په اړه د سلګونه ميليونه ډالرو د تاوان راپورونه خپاره سول، شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي له دندو ګوښه او د دغه بانک چاري د مرکزي بانک تر کنټرول لاندي راغلې.

د لوي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وويل چي، دغه کسان يې د شنبې په ورځ شاوخوا دوې بجې د ملي امنيت د موظفينو په مټ نيولي او اوس له دوی سره په توقيف کي دي.

د هغه په وينا ياد کسان وروسته له هغه نيول سوي چي، د کابل بانک په اړه له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې راپور څارنوالۍ ته ورسيد.

Afghanisches Geld NO FLASH
انځور: AP

نظري وويل کيدای سي چي په راتلونکو دوو ورځو کي د کابل بانک په موضوع پوري تړلي څو تنه نور هم ونيول سي. خو په دې اړه يې ډير معلومات ور نه کړل.

« هغه اته کسان چي موږ نيولي درې يې هندوان دي چي په کابل بانک کي يي کار کاوه، څلور يې د کابل بانک کورني کارکونکي او يو يې هم د افغانستان بانک کار کونکی دی».

رپوټونه وايي چي د مرکزي بانک نيول سوي مامور د دغه بانک د مالي خطراتو د څانګي مشر دی.

دا په داسي حال کي ده چي د ملي امنيت موظفينو د تيري اونۍ په پای کي د لوی څارنوالۍ په دستور د کابل بانک دوه ونډه لرونکي شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي هم نيولي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې د راپور پربنسټ کابل بانک د غلطو پولي سياستونو په مخ کي بيولو سره ډوب سو او شاوخوا ۲۰۷ کسانو ترينه پورونه وړي دي.

د مرکزي بانک رئيس عبدالقدير فطرت د شنبې په ورځ وويل چي له کابل بانک څخه۹۱۰ مليونه امريکايي ډالر وړل سوي دي.

د مرکزي بانک پخوانی مشر عبدالقدير فطرت
د مرکزي بانک پخوانی مشر عبدالقدير فطرتانځور: dapd

اوس حکومت د مرکزي بانک د فراري مشرعبدالقدير فطرت د نيولو په لټه کي دي. د لوی څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي چي دوی له امريکايي چارواکو او د انټرپول له پوليسو ډاډ تر لاسه کړی، چي د فطرت په نيولو کي به ورسره مرسته کوي.

کابل بانک وروسته له هغه چي د افغانستان بانک تر کنټرول لاندي راغی په دوو برخو وويشل سو، چي لومړۍ هغه يې د نوي کابل بانک په نامه او دوهمه يې د مرکزي بانک تر تصفيي لاندي ده.

د افغانستان بانک ويلي چي تر اوسه د کابل بانک له اخيستل سويو پورونو څخه ۶۲ اعشاريه پينځه مليونه امريکايي ډالره ترلاسه سوي او پاتي په سلګونو مليونه لا هم لا درکه دي.

د کابل بانک له مالي لانجې وروسته د افغانستان اقتصادي نظام د نړيوالو تر فشار لاندی دی، او ځينو بسپنه ورکونکو ادارو خو لا وختي له افغانستان سره خپلي مرستي ځنډولي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل