د کابل بانک په قضیه تورن کسان محاکمه کیږي
۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبهد افغانستان د لوی څارنوال مرستیال رحمت الله نظري، وایي چې څیړنو ښودلې ده چې د کابل بانک د اختلاس په قضیه کې د دې بانک د پخوانې اجرائیه وي رئیس په گډون ۳۵ تنه ښکیل دي. د نظري په خبره دغو کسانو کابل بانک د ډیوالي کیدو تر حد پورې ورساوه.
نظري په خپلو خبرو کې زیاتوي چې څیړنې پای ته رسیدلي دي او تورن کسان هغه ځانگړې محکمې ته ورپیژندل شوي دي چې د ولسمشر حامد کرزي په امر جوړه شوې ده.
لوې څارنوالې غوښتنه کړې ده چې د بانک پخوانی رئیس او په دې قضیه کې نور تورن کسان دې د قانون منگلو ته وسپارل شي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل بانک پخوانی رئیس اوس د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. که څه هم نظري د ټولو تورنو کسانو نومونه یاد نه کړل، خو ویویل چې د هغوی له ډلې څخه ۱۴ تنه ئې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.
تر هغې وروسته چې د کابل بانک پخوانی رئیس پر دې و نه توانید چې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه یورو چې له دغه بانک څخه په پټه وتلې وې بیرته ورکړي، کابل بانک د حامد کرزي د ادارې له خوا تر ژغورلو وروسته د «نوي کابل بانک» په نوم نومول شوی دئ او د افغانستان په شخصي سیکتور کې یو تر ټولو لوی شخصي بانک دئ.
د نظري په وینا کې که چیرې د بانک د پخواني مشر او شریکانو څخه په شمول د دوبې د جایدادونو کنگل شوې شتمنې یو ځای کړای شي نو بیه ئې تر ۶۰۰ میلیونه یورو اوړي.
د کابل بانک په شریکانو کې د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، او د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال قسیم فهیم ورور هم شامل دي.
د نظري په وینا د ولسمشر ورور خپل پور بیرته بانک ته ورکړی دئ خو په بانک کې د هغه د شریکې یا ونډې مسئله به د دولت له لوري د فساد پر ضد د مبارزې د ادارې له خوا حل او فصل شي. نظري په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.
د اپریل په میاشت کې د کابل مرکزي بانک اعلان کړی وو چې د کابل بانک د پلورلو تصمیم لري. د افغانستان د مرکزي بانک رئیس نورالله دلاوري، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی پلان لري چې د جون په میاشت کې دغه بانک يو ځل بیا شخصي سیکتور ته وپلوري.
د دلاوري په وینا بله لاره دا ده چې د کابل بانک د شتمنۍ نیمایي برخه وپلورل شي او هغه د حکومت او خصوصي سیکتور تر منځ په یو سهامي تصدي باندې بدل شي.
د کابل بانک د ډیوالي کیدو قضیه د دې لامل شوه چې د نړیوال وجهي صندوق له لوري له افغانستان سره په سوونو میلیونو ډالرو کېدونکې مرسته په مؤقتي توگه وځنډیږي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش