1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل او واشنگټن ترمنځ تړون اقتصادي ماهيت لري

نجيب الله زیارمل/ انترفکس۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبه

روسي ديپلوماتان وايي چي د افغانستان او امریکا متحده ايالاتو ترمنځ امنیتي تړون اقتصادي ماهيت لري. په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت په اړه هم ډيري پوښتني بې جوابه پاته دي.

https://p.dw.com/p/1C6VM
انځور: Getty Images

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړی استازی ضمير کابلوف وايي چي افغانان د اقتصادي مرستو په خاطر له امريکا متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون د لاسليکېدو ملاتړ کوي.

کابلوف د مسکو په نړيوال امنيتي کنفرانس کي ويلي دي: «سړی بايد تعجب ونه کړي چي تقريباً ټول افغانان له امريکا متحده ايالاتو سره د امنیتي تړون لاسليکول غواړي. خبره په دې که ده چي افغانان د خپل هيواد د اقتصاد د پياوړلي کولو او پر خپلو پښو د درېدو له پاره د نړيوالو مرستي ډيري اړيني بولي.»

غربي چارواکي وايي چي د افغانستان او مريکا متحده ايالاتو ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون له دغه هيواد سره د نورو مرستو کيلي ده. دغه امنيتي تړون په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابره وي.

د افغانستان له پاره د د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتین ځانگړي استازي دې ته هم اشاره کړې ده چي، په افغانستا کي د اوضاع ماهيت به له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تروتلو وروسته د امریکا متحده ايالاتو او متحدانو له پاره به يې يوه دولتي ازموينه وي:

«له بده مرغه زه بايد ووايم، چي د افغانستان اوسنی حالت هغه څه بيانوي چي په تيرو ۱۲ کلونو کي گويا یوه هدف ته هم رسېدلي نه دي.»

ضمير کابلوف زياته کړه چي وسله وال طالبان تقريباً په ټولو ولايتونو کي حضور لري. د هغه په خبره د دې امکان سته چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره دي طالبان د ختيځ او لوېديځ لسو ولايتونو کنترول په خپل لاس کي واخلي.

کابلوف ويلي دي چي په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته نوي ماموريت ډيري پوښتني را پيدا کړي دي، چي په اړه يې تر اوسه پوري موږ هيڅ اورېدلي نه دي. دا لا تراوسه پوري روښانه نه ده چي دغه ماموريت به د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په چوکاټ کي وي که څرنگه.

هغه ويلي دي چي ولي په افغانستان کي د څو سوو افسرانو د روزلو له پاره د ۹ سترو پوځي اډو لرل يا جوړول اړين دي؟

د امريکا متحده ايالاتو او ناټو ۱۰ يا ۱۲ زره عسکر به څرنگه وکولای سي چي د هغو ۱۵۰ زرو عسکرو چي نه وتوانېدل وضعيت کنترول کړي دنده پرغاړه واخلي؟