«د کابل او طالبانو استازي به ژري ملاقات وکړي»
۱۳۹۴ تیر ۲, سهشنبهسرتاج عزير د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۲۳مه) وويل چي پاکستان تيره مياشت د چين په ارومچي ښار کي د افغان حکومت او طالبانو د استازو د ليده کاته په برخه کي هم مرسته کړې وه.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار وويل: «نور ملاقات د دغي مياشتي تر پای ته رسېدو دمخه پلان سوي دي.» هغه د دغي ليدني کتني د ځای او وخت په اړه نور جزئيات ور نه کړل.
تيره مياشت د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او د پوځ مشر راحل شريف کابل ته سفر وکړ او هلته د دواړو هيوادونو ترمنځ د استخباراتي همکاريو په برخه کي يو هوکړه ليک هم لاسليک سو.
سرتاج عزير د افغانستان د سولي پروسې ته خوشبيني ښوولې او ويلي ئې دي: «تمه لري چي په راتلونکو درو مياشتو کي به ډېر پرمختگونه وسي.»
دا په داسي حال کي ده چي په افغانستا کي وسله والو طالبانو چي گومان کيږي د پاکستان ملاتړ ورسره دی خپلو يرغلونو ته زور ورکړی دئ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي، چي اسلام آباد غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ليدنو کتنو زمينې په برابرولو سره د کابل له سختو نيوکو ځان وساتي. افغان حکومت کله نا کله پر پاکستان باندي تور لگوي چي د سولي په پروسه کي مرسته نه ورسره کوي.
د پاکستان يوه پوځي چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغو خبرو اترو کي د چين گډون د دې چانس لا زيات کړی دئ چي په خبرو کي پرمختگ وسي. د هغه په خبره، چين له پاکستان څخه غوښتي دي چي د افغانستان د سولي پروسې په بهير کي مرسته وکړي.
چين په دې وروستيو کي په پاکستان کي د ۴۵ ميليارده پانگوني اعلان وکړ. د څېړونکو په اند د دغو پروژو د پلي کولو له پاره په سيمه کي امنيت ته اړتيا ده، ځکه نو چين په دغه برخه کي همکاري کوي.