د کابل او د ممبۍ د بريدونو تر منځ متوازيتوبونه پلټل کيږي
۱۳۹۰ مهر ۲, شنبهد سپټامبر ديارلسمه د کابل په وزير اکبرخان سيمه کي چيري چي د امريکا سفارت هم واقع دی وسله وال بريدونه تر سره سول. يو شمېر وسله والو تر شلو ساعتو پوري د يوې لوړي وانۍ څخه د امريکا پر سفارت او يو شمېر نورو مهمه دفترونو بريدونه وکړل.
په کابل کي د امريکا سفير د دغو بريدونو وروسته سمدلاسه وويل چي د دغو بريدونو تر شا د حقاني د ډلې لاس دی. د نوموړي د خبرو وروسته د امريکا د دفاعي چارو وزير پنېټا هم و حقاني ډلې ته گوته ونيوله او پر پاکستان يې ږغ وکړی چي د دغي ډلي په وړاندي دي عمليات پېل کړي.
د سه شبنې په ورځ د امريکا لوی درستيز امير البحر مايک کولن په عام محضر کي وويل:
« د پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آي دي د حقاني د ډلې سره خپلي اړيکي وشلوي او پدې توگه دي د امريکا پر ضد خپلي پټي جگړې ته د پای ټکی کښيږدي.»
د هغه وروسته اوس راپورونه ورکول سوي دي چي د امريکا استخباراتي او امنيتي ادارې پدې هکله پلټني کوي چي ايا په کابل کي د امريکا پر سفارت وروستي بريدونه د 2008م مېلادي کال په نوامبر کي د هندوستان پر ممبۍ د تر سره سوؤ بريدونو سره ورته والی لري که څنگه.
د رائيټرز خبري آژانس وايي چي د تره گرۍ ضد نوؤ او پخوانيو امريکايي چارواکو ورته ويلي دي چي د تره گرو او د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی تر منځ د ممکنه ټليفوني خبرو پلټنې کوي. خبري آژانس د سي آی اې د يوه پخواني کارپوه بروس ريډل له وينا ليکي دي چي د کابل او د ممبۍ د بريدونو تر منځ موازيتوبونه موجوده دي.
نوموړي اټکل کړی چي د اېس په نوم د آی اېس آی يوې جگي مخفي ډلې دغه دواړه بريدونه تنظيم کړي ول. د دې څخه تر مخه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مايک مولن تورونه رد کړي ول چي ای اېس آی د حقاني د ډلې په مرسته په افغانستان کي د امريکايي عسکرو پر ضد پټه جگړه پر مخ بيايي. پاکستان ويلي ول چي که امريکا داسي تورونو لگولو ته د پای ټکی کښېنږدي نو به پاکستان د يوه ټلوالي په توگه د لاسه ورکړي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: محمد قاسم نوري