د ښې حکومت والۍ په برخه کي د کابل او واشنگټن تر منځ هوکړه
۱۳۹۰ شهریور ۲۸, دوشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويد لودين وايي چي د ۱۶۸ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت دغه پروژې به په افغانستان کي د امريکا د قانون د حاکميت د برنامي او د افغان دولت له لوري په ګډه پر مخ بيول کيږي.
د افغانستان لپاره د امريکا د قانون د حاکميت او همږغۍ اداره ( جي، اس، اس، پي) له تيرو څو کلونو راهيسي له افغان دولت سره اوږه په اوږه د قانون د حاکميت او د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي.
له پوليسو څخه د ملاتړ، د جزايي حقوقو د پروګرام غښتلي کول او له مخدره توکو سره د مبارزې د ګړندي کولو په برخه کي به دغه پيسي تر راتلونکي يوه کال پوري په افغانستان کي ولګول سي.
ويل کيږي چي د دغو پروژو لومړی پړاو په ۲۰۰۶ کال کي پيل سوی وو، چي اوس پای ته رسيدلی او د دغو پروژو د دوام لپاره يو وار بيا نوي مالي مرستي برابري سوي دي.
په کابل کي د امريکا د سفارت د قانون د حاکميت او همږغۍ د برنامې مشر کليم او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويد لودين چي د دغو پروژو سندونه يي لاسليکول يو وار بيا د واشنګټن او کابل تر منځ د قانون د حاکميت د پروسې په چټکولو ټينګار وکړ.
د ښاغلي لودين د وينا له مخي چي دغه پيسي به د ۲۱۲ کال تر پايه پوري ولګول سي.
نوموړي وويل چي افغان دولت هڅه کوي له رامنځ ته سوي فرصت څخه د افغانستان د خلکو د ژوندانه د ښه کولو، د ثبات د راوستلو او د قانون د حاکميت په برخه کي اعظمي ګټه پورته کړي.
دمګړی د افغانستان په ډيرو برخو کي د قانون حاکميت ضعيفه دی او ډيری کليوال خلک د خپلولانجو او ستونزو د هوارولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوي.
هغوی وايي، چي په دولتي ادارو کي د پراخ مالي فساد شتون دوی دې ته اړ باسي چي له حکومت څخه واټن ونيسي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويد لودين هم د ډيرو خلکو دغه ادعاګاني پر ځای وبللې خو ډاډ يي ورکړ، چي د امريکي په ګډون يي له مقتدرو مرستندويانو سره د قانون د حاکميت په برخه جدي کار پيل کړي تر څو د مکافات او مجازات د سيستم د رامنځ ته کولو تر څنګ په ډيرو هغو ولايتونو کي قضايي او عدلي ارګانونو ته د خلکو لاس رسي زيات کړي چي دمګړۍ يا شتون نه لري او يا هم په نيست شمار دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل