1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځينه فټبال نړيوالي سيالۍ نن پيليږي

۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبه

نن به په المان کي د ښځینه فټبال نړیوالو لوبي پيل سي. دغه سيالي به د راتلونکی میاشت تر 17 نیټي دوام وکړي. د ښځو د فټبال نړیوالی لوبی د المان په نهو لویو ښارونه کی تر سره کيږي، چي لومړی به يې نن ماښام په برلين کي وی.

https://p.dw.com/p/11ivB
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture alliance / M.i.S.-Sportpressefoto

نن ماښام به کابو 73000 وګړی د برلین په «اولمپیا لوبغالي» کې د ښځو د فټبال د نړيوالو سیالیو لومړۍ لوبه چي د کوربه هيواد المان او کاناډا تر منځ ته ، ننداره کړي.

د جولايي د میاشتې تر 17 نیټي پوري به شپاړس ټيمونه د ښځو د فټبال د نړیوال کپ د خپلولو له پاره یو له بل سره لوبي وکړي.

د المان د ملي لوبډلي لوبغاړي دغو لوبو ته ځکه ډیر خوشحاله دي چي په خپل هیواد کي یي ترسره کيږی او دا خبره د هغوی د بریالیتوب چانسونه لا په سي ډیروي.

د المان د ښځینه فټبال د ملي لوبډلې روزونکي، سلویه نایډ، وايي چي المانیان د فوتبال سره ډيره مینه لری. هغه زیاتوي چی د ښځو د فټبال راتلونکي لوبي به د 2006 کال د سیالیو په څير ډیر لیدونکي و نه لري خو دغه لوبي به المانیان ډیر خوشحاله کړي.

په المان کي به د میرمنو د فټبال نړيوالي سیالې په نهو لويو ښارونو کې تر سره سي.

د لوبو کوربه ښارونه برلین، فرانکفورټ، اوګسبورګ، بوخوم، دریسدن، سیسهایم، لیورکوزن، میونشن ګلاډباخ او وولفبورګ دي. د دغه جام وروستۍ لوبه به په فرانکفورت کي تر سره سي.

د دغو لوبو د لیدلو له پاره د خلکو لیوالتیا ډيره زیاته ده. د لوبو د نهو لکو ټکټونو څخه یي اوو لکه لا وختي خرڅ سوي دي.

د فټبال کار پوهان وایی چي د دغو لوبو تر ټولو پیاوړي لوبډلي د المان، برازیل او امریکا لوبډلی دی خو ناروې، سویډن، برتانیه، فرانسه، جاپان او شمالي کوریا هم د اتلولي د جام د ګټولو ډير چانس لري. میکسیکو، کاناډا، نایجیریا او استرلیا هغه هیوادونه دي چي د اټکلونو له مخه د ګټولو ښه چانس نه لري.

د المان د فټبال د سازمان مشر، تیو څوانڅيګر، وايي چی المان د دغو لوبو د ګټلو لپاره یوه ډیره سخته لاره مخکي لري. هغه زیاتوی:

«سیالي ډلې هم په دې وروسیتو کې ویدې نه دي پاتي. دا سې به نه وي چې المانۍ لوبډله به په اسانې سره مخي ته ولاړه شي. پنځه یا شپږ لوبډلې داسې دي چې مونږ ته به کار ډیر ستونزمن کړي.»

دویچه ویله/ بریښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل