1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو حقوق دبشر حقوق دي

۱۳۸۸ آذر ۲۷, جمعه

پداسي حال کښي چه ټول انسانان يو شی ، او مساوي حقوق لري ، بيا د ښځو سره په هر ځای کښي تعصب کيږي

https://p.dw.com/p/L7Db
انځور: ASW

په مداگاسکار کې د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختگ شوی: نجونې اوس زده کړې ته لا ښه لاسرسی لري. په يمن کې هم پرمختگ شوی : حکومت داسې يو شاخص ټاکلی تر څو لږ تر لږه پنځه لس په سلو کې د پارلمان چوکۍ په راتلونکو ټاکنو کې ښځو ته ورکړل شي. سويډن ډېر وستايل شو، ځکه چې په 2007 کال کې يې د برابرۍ د سياست بودجه لس برابره زياته کړې ده. له قرغزستان څخه هيله کيږي چې د ناوې د تښتونې له عنعنې څخه تېر شي او مخه يې ونيسي ځکه چې دا د اجباري ودونو سبب گرځي. د ښځو په وړاندې د توپير ډله يا CEDAW چې ملگرو ملتونو پورې اړه لري، د پرمختگونو په هيله د هغو هېوادونو چې تړون يې لاسليک کړی، رپوټونه څېړي او ارزونه يې کوي. دغه پرمختگونه په قوانينو کې د اصلاحاتو، د ښځو د ودې د پروگرامونو او د کلتوري بدلون د لارې کيږي.

«د CEDAW گروپ دا ځانگړتيا لري چې په دوهمه او پنځمه ماده کې له غړو هېوادونو غوښتنه کوي چې ټول هغه دودونه، تصورات، کړه وړه، اندونه او عملي کړنې دې پرېږدي، چې په احتمالي ډول نارينه لوړ او ښځه ټيټه گڼي. دغو عنعنو ته دې تغيير ورکړي او يا دې يې پرېږدي. دا يو شعوري بدلون دی او د اداري نظام د تغييرولو معنا هم ورکوي.«

دا د بېاتهء شوېپ شيلينگ څرگندونې وې چې د ښځو د حقوقو فعاله ده او ډېر کالونه د CEDAW د ډلې مشره وه. 186 هېوداونو د 1979 کال د دسامبر د اتلسمې نېټې راهيسې دغه تړون منلی او لاسليک کړی دی. اصلي پرمختگ په 1993 کال کې د وين د بشر د حقوقو په کنفرانس کې وشو. په لومړي ځل په ټينگار سره ومنل شول چې د ښځو او نجونو حقوق د بشر د حقوقو يوه عمومي، نه بېلېدونکې او نه له منځه تلونې برخه ده. هره کورنۍ د بشر د حقوقو د تر پښو لاندې کېدو ممکن ځای بلل شوی دی. له ملگرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د ښځو حقوق دې خپلو په خپلو ټولو هلو ځلو کې شامل کړي. يو څو کاله وروسته، په پکينگ کې د ملگرو ملتونو لخوا د ښځو د څلورم کنفرانس په ترڅ کې نادولتي ټولنو د CEDAW کميسيون کارونو ته نور خوځښت وروباښه.

«د حکومت د رسمي رپوټ په خلاف يو بل رپوټ د ښځينه ټولنو ته د دې امکان ورکوي چې د ښځو د حالت په رسمي انځور باندې نيوکې وکي. سويلي افريقا يو له هغو لومړنيو هېوادونو څخه و چې ښځينه فعالينو په کې يو ځانگړی او څرگند رپوټ وړاندې کړ چې د CEDAW د کميټې له خوا هم وستايل شو. ورپسې بيا د سويلي افريقا حکومت هم ومنل چې دغسې يو رپوټ څومره اړين دی.«

دا د ياپن پاول څرگندونې دي، چې په ناروې کې د جنسيت د برابرۍ منځگړې او د ناورې د کليسا د پرمختيايي مرستو د پروگرام مشره ده. په هغو هېوادونو کې هم چې غواړي اسلامي شريعت د ښځو له حقوقو څخه لوړ وبولي، په دې ډول ټولنيز خوځښت راوستل کيږي. دا د ملکه بېنرادي نظر هم دی، چې په رباط کې د ښځو د حقوقو فعاله ده. مراکش د لومړي هېواد په توگه د فاميل په حقوقو او قوانينو کې مهم اصلاحات پلي کړي دي. په نورو برخو کې لا اړتيا ليدل کيږي:

«خو تر اوسه د جزا په قانون کې لا اصلاحاتو ته اړتيا شته، تر څو د تشدد او جنسي تاوتريخوالي ټول ډولونه د جزا په قانون کې هم په نظر کې ونيول شي. دا د توپير يو بل ډول دی چې CEDAW ورباندې نيوکه کړې ده.«

کله چې دولت هيڅ نه کوي، نو د يو پرتوکول د لارې د ښځو شکايتونه ثبتيږي. خو مخکې له دې بايد په هېواد کې دننه د توپير په وجه محکمو ته مراجعه وشي. دا کار تر اوسه ډېر لږ کيږي. له يوې خوا دغه تړونونه لا ډېر شهرت نه لري، خو يو بل دليل هم شته:

«د مالي بحران او نړيوال کېدلو په وخت کې ښځې د ضعيف اقتصاد دپاره يو اضافي ځواک دی. دولت د هغوی غم نه خوري. په دې ډول ښځې په هغو سکترونو کې پاته کيږي، چې دولت يې نه کنترولوي او نه تنظيموي. دغه ستونزمن ټولنيز او اقتصادي حالت د دې خنډ گرځي چې هغوی خپل فاميلي او سياسي حقوق وغواړي .»

زابو تاماس/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري