د ښځو او نارينه وو ترمنځ عمده توپيرونه
آيا ډډ ږغ، پر بدن ډېر وېښتان، ډېري عضلې او لږ وازگه تر ښځو د نارينه وو برتري ښيي؟ دغه نظر تر اوسه هم په ډېرو هیوادونو کي سته، خو ډېر وخت کيږي چي دغه نظر اشتباه ثابت سوی.
د نارينه وو جگ قد
د ښځو او نارينه وو ترمنځ يو ستر توپير د هغوی د بدن غټوالی دئ. په معمولي حالت کي نارينه تر ښځو ۱۰ سانتي متره غټ وي. نارينه دغه راز تر ښځو غټ لاسونه او پښې لري او د بدن دننه غړي ئې هم تر ښځو غټ دي.
زړه او د ويني رسېدو سيستم
د نارينه وو زړه او د ويني رسېدو سيستم تر ښځو غټ دئ. دغه توپير د ورزش پرمهال ښکاري. ځکه نو په ورزش کي د نارينه وو استقامت تر ښځو زیات وي.
جنسي هورمونونه
په ښځو او نارينه وو کي جنسي هورمونونه توپير لري. نارينه د تستوسترون هورمون په لرلو سره تر ښځو ئې ږغ ډډ وي، بدن ئې ډېر وېښتان لري، وازگه ئې لږ وي او عضلې ئې زياتي وي.
د نارينه وو عضلاتي بدن
نارينه دا امکان لري چي ډېر ژر ئې د بدن عضلې غټي سي او وازگه ئې کمه سي. د نارينه وو بدن له ۲۰ تر ۳۰ کلنۍ پوري ښه جوړېدلای سي.
د نارينه وو خښم
دا چي نارينه د جنسي هورمونونو په لرلو سره تر ښځو ئې خښم ډېر وي تر اوسه پوري لا ثابته سوې نه ده. هغه څه چي روښانه دي هغه دا دي چي نارينه تر ښځو زيات زورزياتی کوي.
د کوچني هلک مغز غټ وي
د نوي زېږېدلي هلک مغز تر نوي زېږېدلي نجلۍ، په سلو کي ۲ سلنه ستر او ۱۲ سلنه دروند وي.
د مغز د غټوالي رابطه او هوښ
د مغز ستروالي هيڅکله د زيات هوښ نښانه نه ده. د ښځو مغز د خپل کوچني جوړښت په خاطر داسي هجرې لري چي وينه ډېره ور رسيږي او فعاله سیمه ئې هم زياته ده.
د ښځو حساسيت
د مغزو متفاوت جوړښت د دې سبب سوی چي د ښځو حساسيت تر نارينه وي او په خبرو اترو کي وکولای سي د مخاطب څېره او حرکتونه تفسير کړي.
ښځي او ظريف کارونه
په ظريفو کارونو کي ښځي تر نارينه وو مخکي دي. خو دا موضوع په دې اړه نه لري چي د ښځو گوتي تر نارينه وو نازيکي دي.
د ښځو د خوند او بوی قوه تر نارينه وو قوي ده
داسي ښکاري چي تر نارينه وو د ښځو د بوی او خوند قوه پياوړې ده، ځکه نو ويل کيږي چي ښځي تر نارينه وو حساسي دي.
د نارينه وو د محاسبې قدرت ډېر دئ
اندازهگیری کنند. د شمېرو له مخي د نارينه وو د محاسبې قدرت تر ښځو ډېر دی او کولای سي چي تر ښځو ښه اندازه اټکل کړي.
د سفرونو ياد
معمولاً د ښځو تر هر سفر وروسته تر نارينه وو ډېر څه په ياد وي. ښځو ته تر ډېره ښکلي ودانۍ او تاريخي ځايونه په زړه پوري وي نه فضا.
ياداښت
که غواړي چي د تليفون شمېره ياداښت کړئ يا پته وليکئ او د هغه د ليکلو له پاره وسيله نه لرئ؟ په دغه برخه کي ښځي تر نارينه وو ښه کولای سي چي يو متن يا يوه شمېره په ياد وساتي.
د ښځو نازگ او انعطاف پذيره پوست
ښځي تر نارينه وو نازک او انعطاف پذيره پوست لري. د ښځو پوست دا امکان لري چي د اميدوارۍ پرمهال ډېر کش وخوري.
د ښځو برداره لگن
بل توپير: د ښځو لگن خاسره د نارينه تر هغې ۱،۳ سانتي متره پلن دي. دا ځکه چي ښځه اميدواره کيږي او کوچني د زېږون پرمهال بايد د لگن خوله غټه وي.
د ښځو ډېر عمر
د ښځو عمر تر نارينه وو نژدې پنځه کاله ډېر وي. په جرمني کي د نارينه وو متوسط عمر ۷۷ کاله او د ښځو دا ۸۲ کاله دئ. د دې يو دليل دا ښوول سوی چي نارينه تر ښځو ډېر سگرېت څکوي.
د نارينه وو زیات چاغښت
د ښځي او نارينه ترمنځ د عمر د توپير بل دليل دا هم دی چي نارينه تر ښځو ژر وزن اخلي.
ښځي ډاکټر ته زیاته مراجعه کوي
تر نارينه وو ښځي ډېري ډاکټرانو ته مراجعه کوي. خو نارينه بيا تر ښځو لږ ډاکټرانو ته ځي.