1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښوونکو کمښت مو له لوړو زده کړو محروموي»

۱۳۹۱ مهر ۴, سه‌شنبه

د کندهار ښار او په ځانګړي ډول د ولسواليو زده کوونکي شکايت کوي چي د مهمو مضامينو ښوونکي نه لري. د دوی په خبره خپلو درسونو ته پر وخت ورځي، خو ښوونکي نه لري.

https://p.dw.com/p/16DZM

د پنجوايي ولسوالۍ د شمس الدين کاکړ لېسې دوو تنو زده کوونکو په کندهار کي دويچه ويله پيښتو ويبپاڼي ته وويل، په تير ښوونيز کال کي ئې د يو شمير عصري مضامينو هيڅ ښوونکى ټولګی ته نه دئ ورغلى.

دوى وايي که ئې حالت همداسي روان وو نو له لوړو زده کړو څخه به لاس پرېولي:«په تير کال کي زموږ تر ټولو لويه ستونزه دا وه چي د رياضي، انګليسي او کمپيوټر استادان مونه درلودل، کتابونه موهم نه وه. موږ د کندهار له پوهني رياست څخه غواړو چي په دې لار کي زموږ ږغ واوري او موږ ته د ټولو مضامينو مسلکي ښوونکي را وليږي.»

دوی دغه راز وايي، چي ځيني ښوونکي لري خو کله چې دوی ورڅخه کومه پوښتنه وکړي نو ورته ځواب نه شي ورکولای.

د کندهار د پوهني رئيس شيراغا ساپى هم د ښار او په ځانګړي توگه د ولسواليو د زده کوونکو غوښتني پرځاى بولي. دی وايي تل هڅه کوي چي د زده کوونکو له پاره داسي ښوونکي استخدام کړي چي پوره وړتيا ولري.

ښاغلى ساپى وايي، چي د زده کوونکو د غوښتنو سره سم ئې دوې ورځي وړاندي د ازادي سيالۍ له لاري له٧٨٠ تنو ښوونکو څخه ازموينه واخيسته چي د هغو په ډله کي ٢٠٠ تنې ښځي هم شاملي وې.

په ازموينه کي ګډونوال ښوونکي بيا له پوهني رياست څخه هيله کوي چي د دوى د امتحان حل سوي پارچې په دقت وګوري ترڅو هر چا ته د هغه له لياقت سره سم نومرې ورکړل سي.

دوى وايي په تيرو کلونو کي هم ازموينه ځني اخيستل سوې وه خو پر ځاى ئې داسي کسان ښوونيزو مرکزونو ته ليږل سوي دي چي درس ورکولو ځواک ئې کمزورى دئ:

«موږ خو تر خپله وسه پوري د امتحان پاڼه حل کړې ده، زموږ هيله دا ده چي د تيرو کلنو په ډول چلند و نه سي چي هر چا به واسطه درلوده کامياب به وو او که به ئې واسطه نه درلوده له لياقت سره سره به پاته سو.»

خو د کندهار د پوهني رياست چارواکي وايي، چي دوى د همدې موخي له پاره له ښوونکو څخه ازموينه اخلي چي مسلکي کسان پيدا او بيا ئې په بېلابېلو ښوونځيو او ليسو کي په کار وگوماري.

د پوهني چارواکي زياتوي د دوى له پاره تر ټولو غوره معيار استعداد دئ او په دې لار کي جوړجاړى ورته د منلو وړنه دئ. دا لومړى ځل دئ چي په کندهار کي له دومره زياتو ښوونکو څخه پر يوه ځل د ازادي سيالۍ له لاري ازموينه اخيستل کيږي.

تر دې وړاندي هم له يو شمير ښوونکو څخه ازمويني اخيستل سوي وې، خو له پايلو څخه ئې ځيني ښوونکي خوښ نه ول. په کندهار کي نه يوازي د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه ده، بلکي د پوهني رياست مسئولان وايي، چي په دغه ولايت کي ١٠٠ ښوونځي هم يو مخ تړلي پاته دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل