د ژوندي کبانو په ژوندي تېرولو علاج ـ انځوريز راپور
د هند په حیدرآباد ښار کې په داسې یوه عنعنوي طریقه د سالنډۍ (نفس تنګۍ) د ناروغانو درملنه کیږي چې نه یوازې بې ساري بلل کیږي، بلکې ډیر مينه وال هم لري. ناروغ باید بشپړ ژوندی کب له ستونې تیر کړي.
د سالنډۍ ناروغان
هر کال د جون په میاشت کې د سالنډۍ پر ناروغۍ اخته کسان د هندوستان په حیدرآباد ښار کې راټولیږي. دوی باید پزه بنده کړي او روغ ماهۍ ژوندی له ستوني تیر کړي.
د ناروغانو هیله
د سالنډۍ پر ناروغۍ اخته کسان په دي هیله دغه روغ او ژوندي کبان له ستوني تیروي چې شاید له دې کار سره به د سالنډۍ ناروغۍ له رنځ څخه ؤژغورل شي.
له مُرل کب سره قی(کانګې)
کله چې د مُرل یا امیرالبحر په نامه ۵ سانتي متره اوږد ماهۍ د دغو ناروغانو له ستوني تیریږي ډیري دغه کسان مجبوره کیږي چې کانګي(استفراق) وکړي.
پټ راز یا فورمول
په حیدرآباد کې د «بټهیني ګوړ» کورنۍ تر یوې پیړۍ ډ ډیرې مودي راهیسې دا ډول درملنه کوي، خو دغې کورنۍ د درملنۍ له هغې پټې فورمولۍ ویلو څخه انکار وکړي چې د دوی په وینا ۱۸۴۵ م کال کې په حیدرآباد کې د دوی نيکونو ته یوه هندو سادو ور ښودلي وو.
ماشومان په مشکل کې دي
کله چې کوچنیو ماشومانو ته دغه درمل ورکول کیږي، نو لیدل کیږي چې مور پلار یې په زوره خوله ورخلاصوي. دا چې ژوندی کب به په خوله کې ور اچول کیږي،یوازې په دې اړه فکر کول هم د دې سبب ګرځي چې ماشومان ؤژړوي.
مفت علاج
هر کال د جون میاشتې په مشخصو تاریخونو کې له ټول هندوستان څخه په زرګونو خلک د وړیا دوه ورځنۍ درملني له پاره حیدرآباد ورزي.
غیر سائنسي طریقه
د بشري حقونو سازمانونه او داکتران په دې اند دي چې د درملنې دغه طریقه نه یوازې غیر سائنسي یا غیر علمي ده، بلکې د روغتیا ساتنې د اصولو او بشري حقونو څخه سرغړونه ده. خو د ګوړ کورنۍ بیا دغه ادعاوې ردوي.
د تنفسي ستونزو حل
په حیدرآباد کې د بټهینې ګوړ کورنۍ وایې چې کب له ستوني څخه د تیریدو پر مهال مرۍ یا ستونې پاکوي، چې له امله یې نه یوازې د سالنډۍ، بلکې په بشپړ ډول د نورو نتفسي ناروغیو درملنه هم کیږي.
ځانګړی ریل یا اورګاډی
د هندوستان حکومت په ورځیو کې د ریلونو ځانګړي سفرونه هم پلانوي، تر څو د کب میډیسن فیستیوال کې زیات نه زیات خلک ګډون وکولای شي.