د ژنيو موافقت ليکونه شپيته کاله وروسته هم دير مهم دي
۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبهد سره صليب د نړيوالي کميټي د بين ا لدول حقوقو مشر فليب سپوري څرګنده کړيده، چي د ژنيو ۴ موافقت ليکونو دهغو له تصويبيدو څخه ۶۰ کاله وروسته هم خپل اهميت له لاسه ندي ورکړي. دا هوکړي د۱۹۴۹ کال د اګست مياشتي په ۱۲ نيټه تصويب شوي وي. په وسله والو لانجو کې د ژنيو له موافقت ليکونو سره سم عمل کول قاعده ګرځيدلي ده.
سپوري وايي: مونږ دومره ډيري ټپي کوني وينو چي د موافقت ليکونو عملي کول ستره ننګونه ښکاري. خو هغه ته په درنه سترګه کتل قاعده ګرځيدلي ده.
البته کله چي د دي موافقو رعایت کيږي، څوک دهغه په هکله رپوټ نه ورکوي، بلکه دهغه په خلاف عمل کيدل او د هغوپه پام کې نه نيول کيدل مهم دي. چي بايد رپوټ پري ورکړل شي. پرته لدي موافقت ليکونو څخه به وضعه بيخي خرابه واي. په دي څلورو موافقت ليکونو کي د تړون لاسلیک کونکي هيوادونه ځانونه پدي مکلفوي چي زخميان، ناروغان، او د هغو چي بيړۍ ماته شوي وي او د روغتيا پالونکي پرسونل، امبولانسونه او روغتونونه په ځانګړي توګه وساتي.
سربيره پردي پدي موافقت ليکونو کي په جزيياتو سره د جګړي له بنديانو سره د سلوک قاعدي ذ کر شويدي. دا موافقت ليکونه د دريو ورپسي پروتوکولونو په واسطه تکميل کراي شويدي. دا اضافي پروتوکولونه په ۱۹۷۷ او ۲۰۰۵ کلونوکي منځته راغلي دي. همدغه ډول د انسانانو د وژونکو ماينونو او د چريي بمونو غندل هم د هغو په ډله کي راځي. يعني د اوتاوا او اوسلو تړونونه د ژنيو موافقت ليکونو په اساس منځ ته راغلي او هغه تکميلوي هم.
همدغه دول د سره صليب د نړيوالي کميټي د کار ساحه هم د ژنيو په موافقت ليکونوکي ټاکل شويده. د مثال په توګه نړيوال سره صليب ته د بنديانو څخه د کتني او د مرستو د فعاليتونوکولو اجازه ورکوی اوهمدغه ډول دغو موافقتليکونو نړيوال سره صليب ته د بيلو شويو کورنيو د بيرته يو ځاي کولو دنده هم ورسپارلي ده.
د ژنيو موافقت ليکونو ريښي تر ۱۹ پيړۍ پوري د ايطاليي د شمال سولفرينو جګړي ته رسيږي. دي جګړي دهغه شاهدان اوپه تيره بيا سويسي هنري دونانت د سره صليب د کميټي جوړولوته وهڅول. د سره صليب وياند فلوريان وست فال وايی چي مګر د سولفرينو د جګړي راهيسي چي په ۱۸۵۹ کال کي وه، تراوسه په پوځي لانجو کي ډير بدلون راغلي دي، دي زياتوي:
د سلفرينو په جګړه کي۴۰ زره عسکر مړه او يا زخمي شول. او د مړيو ترمنځ يوازي يو ملکي سړي وو، خو په اوسنيو جګړو کي پدي برخه کي ډير بدلون راغلي دي. په اوسنيو جګړوکي زياتره خطر ملکيانو ته متوجه دي. او دا د دي سبب شوي چي زمونږه کار ډير سخت شي.
نړيوال سره صليب اوس يوه څيړنه خپره کړيده، چي په ۸ هيوادونوکي سرته رسول شوي، چيرته چی لانجي ډيري زياتي دي. د مثال په توګه په لبنان کي. فليب سپوري وايي چي د پوښتل شويو کسانو نيمايي برخي د ژنيو موافقت ليکونه پيژند يو دی زياتوي:
ټولو پوښتل شويو کسانو ددي موافقت ليکونو په مهمو ټکيو باندي لکه د مثال په ډول پدي باندي چي په ملکي وګړو باندي بايد بريد ونشي خبر وو. د ملکي ودانيو، د ديبلوي کوي اوپه عين وخت کي وايي چي چي د موافقت ليکونو عملي کول بايد پياوړي کړاي شي. د سره صليب نړيواله کميټه همدا اوس د ژنيو د موافقت ليکونوپه موادو باندي د بيا کار کولو په فکر کي ده. د هغو ځېني مادوته بايد له اوسنۍ وضعي سره سمون ورکړل شی او بايد مشخص کړاي شي. خو دا د راتلونکي موضوعګاني دي.
رحيله اميری
کتونکی: يحيی وردک