1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژمي په رارسېدو سره کابل ښاريان له نورو ستونزو سره مخا مخ دي

۱۳۸۹ آذر ۸, دوشنبه

په داسي حال کي چي افغانان د ژمي را تګ ته ترتيبات نيسي له تيرو څو ورځو را پدې خوا په پلازمېنه کابل کي د هوا د سړيدو سره جوخت ښاريان له نوو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

https://p.dw.com/p/QKhr
د کابل ښاروال نو انديش د خلکو شکايتونه پرځای بولي او د دغو ستونزو اصلي لامل په ښار کي د مليونونو تنو ميشتيدل په ګوتو کوي.
د کابل ښاروال نو انديش د خلکو شکايتونه پرځای بولي او د دغو ستونزو اصلي لامل په ښار کي د مليونونو تنو ميشتيدل په ګوتو کوي.انځور: Pahjwok Afghan News

د کابل ښار يو شمېر واټونه چي کار ورباندي روان وو د هوا په سړيدو يې د جوړيدو کار په ټپه درېدلی او په سلګونو موټر اوس په دغو واټونود تګ را تګ پر مهال په ساعتونو ساعتونو بند وي.

د کابل د ده مزنګ له څلور لاري څخه د دارالمان تر ماڼۍ پوري پر غځېدلي واټ چي له تيرو درو کلونو يي د جوړيدو کار روان دی اوس يې يو ځل بيا د بيارغاوني کار په ټپه درېدلی او هره ورځ په سلګونه واړه او غټ موټر چي تګ را تګ ورباندي کوي د ترافيکي خنډونو سره مخ وي.

دا يوازي د کابل په زړه کي هغه واټ ندی چي پري هره ورځ د ګڼه ګوڼي له امله خلک په ساعتونو ساعتونو انتظاري وي بلکي د ښار يو شمير نور سړکونه هم له ورته لانجې سره مخامخ دي.

د کوټي سنګي له څلور لاري تر دشت برچي پوري غځېدلی واټ هم له ستونزو سره مخامخ دي.

په دغه لاره هره ورځ سهار محال په لسګونو موټر په اوږدو کتارونو کي د تيريدو لپاره په انتظار وي او خلک وايي چي دوی له ژوند څخه زړه توري سوي دي.

د کابل د ميرويس ميدان په څلور لاري کي د عبدالخبير په نامه يو تن چي غواړي د ښار مرکزي سيمي ته په موټر کي سفر وکړي دویچه ويله ته په خبرو کي وويل چي ترافيکي ستونزي اوس د هغه د ژوند په يوه برخه بدلي سوي او دی هره ورځ دفتر ته د تګ او راتګ پرمحال د دي پر ځای چي لس دقيقي ولګوي يو يا هم يو نيم ساعت پر لاره وي.

د کابل ښار د دارالمان، علاوالدين، جاي ريس، دريمي او څلورمي کارتي اوسيدونکي هم ورته ستونزي لري. هغوی وايي چي هره ورځ د ښار مرکزي سيموته د راتګ لپاره مجبوره دي چي په ساعتونو ساعتونو په ترافيکو کي بند پاته سي.

د دريمي کارتې يوه اوسيدونکې هيلۍ چي هره ورځ سهار کابل پوهنتون ته ځي وايي چي يو تر يو نيم ساعته پوري هره ورځ په ترافيکي خنډونو کي ګير پاته وي.

« زه چي کله سهار له کوره وزم نو بايد پر اته نيمي بجې د کابل په پوهنتون کي اوسم خو متاسفانه زه مجبوره يم چي له کور څخه يو يا يو نيم ساعت وختي را ووزم تر څو په وخت ځان پوهنتون ته ورسوم. سهار هوا ډيره سړه وي او موټر هم نه پيدا کيږي په د اسي حال کي چي په نورمال حالت کي زموږ له کور څخه تر پوهنتون پوري په موټر کي لس دقيقې لاره ده».

د کابل ښاروال نو انديش د خلکو شکايتونه پرځای بولي او د دغو ستونزو اصلي لامل په ښار کي د مليونونو تنو ميشتيدل په ګوتو کوي.

هغه په دې اند دی چي کابل ښار د څو سوو زرو کسانولپاره د استوګني اسانتياوي لري په داسي حال کي چي دمګړی پکښي په مليونونو کورنۍ ژوند کوي.

نوموړی د ښاري ترافيکو د بهير د بنديدو بل لامل په ښار کي د موټرو د شمير زياتيدل په ګوته کوي او وايي چي اوس هري کورنۍ که په پور هم وي يو موټر اخيستی او دا لامل سوي چي د کابل تنګ واټونه هره ورځ په ساعتونو ساعتونو د تګ را تګ پر مخ تړلي وي.

نو انديش کابل ښاريانو ته زيری ورکوي چي د هر پخواني لوي پله تر څنګ به يو يو نوی پل جوړوي او د نا بشپړو واټونو د بشپړولو د چارو تر څنګ به د ښار ټول واټونه په نوي بڼه جوړوي چي هوايي پلونه يي هم يوه برخه ده.

کابل ښاروال د ميرويس ميدان په سيمه کي د ترکيې هيواد په مرسته د يوه هوايي پله له جوړيدو څخه يادونه کوي چي چاري يې اوس رواني دي او د دغي پروژي په بشپړيدو به تر ډيره د کابل د لويديځي څنډي د اوسيدونکو ستونزي هواري سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل